د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان یو پوځي په شمالي وزیرستان کې پر ډېورنډ کرښه پهره کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان یو پوځي په شمالي وزیرستان کې پر ډېورنډ کرښه پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د درې مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې هغو وسلوالو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له افغانستانه سپینوام ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي سرتېرو وویشتل.

په بیان کې راغلي چې اسلام اباد په بیا بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې پر پوله دې د وسلوالو د وراوښتو مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې هېڅ وسلواله ډله پټنځای نه لري او دا چې د هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

پوځ په بیان کې دا نه دي ویلي چې وژل شوي د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې وسلوالو د نومبر پر ۲۷مه سهار مهال د بنو چاوڼۍ پر دېوال پر جوړې مورچې ډزې کړې دي.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو او نورو رسنیو ته ویلي چې د وسلوالو تر برید وروسته امنیتي سرتېرو ځوابي کاروايي وکړه او وسلوال یې په شا وتمبول.

د هغوی په وینا، د امنیتي ځواکونو په ډزو کې درې وسلوال ژوبل شول چې هغوی له ځان سره یوړل.

د چاوڼۍ پر مورچې د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په وروستيو کې د شمالي وزيرستان په ګډون په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۱۲مه شپې مهال په شمالي وزيرستان او د بلوچستان په کېچ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په دوو جلا جلا عملیاتو کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو او د شپږو د ژوبلولو ادعا کړې وه.

ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

XS
SM
MD
LG