په دې وروستيو کې د افغانستان د جلال اباد يو نوميالي انځورګر، عبدالرب حبيبيار د اتريش يا اسټريا په پلازمينه ويانا کې د خپلو هنري توکيو د نندارتونو له لارې هڅه وکړه چې نړيوالو ته د پښتنو سوله ييزه څېره ورښکاره کړي.
نوموړی، چې د يوه نړيوال هنري پروګرام په ترڅ کې يې ويانا ته سفر درلود، وايي چې د اتريش او همداراز جرمني د بېلا بېلو ښارونو سفرونو يې پر هنر ښې اغېزې کړي دي.
« د نړۍ قريباٌ ۷۰۰ هنرمندانو غوښتي وو چې په دې هنري پروګرام کې برخه واخلي، چې له منتخب کړل شويو ۳۰ هغو څخه يې له نېکه مرغه يو زه هم وم، چې د اسيايي هېوادونو پر استازيتوب د انځورګرۍ په برخه کې واخيستل شوم.
موږ انځورګري وکړه، د ښار دننه، او د باندې د اتريش ځينو نورو ښارونو او همداراز جرمني ته ولاړو. په دې ترڅ کې مو د دغو ځايونو هنرمندان وليدل، د هغوی ميوزيمونو ته ولاړو، چې دغو سفرونو او ليدنو هم زموږ پر هنري کارونو يو ښه اغېز وکړ.»
حبيبيار وايي، د ویانا په ښار کې يې د خپلې کيمرې د عکسونو دوه نندارتونونه جوړ کړل، چې په وينا يې، د امن او زغم پيغامونه يې درلودل.
« د امن، ورورګلوۍ او زغم له پيغامونو ډک انځورونه وو چې نندارې ته مې وړاندې کړل. اولني نندارتون مې تقريباٌ يوه نيمه مياشت دوام وکړ، او دويم نندارتون مې د اتريش د کولتور وزارت په انګړ کې و، چې د پينځلس ورځو لپاره و، او د هغې نندارتون انځورونو مې هم همدغه پيغامونه درلودل. دا پر کيمره اخيستل شوي انځورونه دي، چې ورباندې د اوبو رنګونه مې کارولي دي، چې مېکسډ ميډیا يا ګډې هنري ټوټې مې ترې جوړې کړې دي.»
حبيبيار زياتوي، د خپلو هنري ټوټو نندارې ته له وړاندې کولو څخه يې هدف د غربي نړۍ خلکو ته دا خبره په ډاګه کول وو چې پښتانه په هنر مين خلک دي او دا چې هغوی په خپل هېواد کې د سولې غوښتونکي دي.
« خپل اولنی نندارتون چې مې کاوه، نو پګړۍ مې پر سر وه، ږيره مې وه، څادر مې پر ولو و، وطني څپلۍ مې په پښو وې. د غربي نړۍ خلک، چې د افغانستان او د وګړيو يې په هکله ډېر مالومات نه لري، اکثره داسې فکر کوي چې هغوی زما غوندې فزيکي بڼه لري او دا چې په لاسو کې يې ټوپک وي او په جنګ اخته وي.
خو زما نندارتونو ته راغليو خلکو ته ما وښوده چې زه هم يو پښتون يم، خو په لاس کې مې کيمره ده او د امن لپاره کار ترې اخلم. او همدا وجه وه چې زما هنري کارونو ته زيات ارزښت ورکړل شو، کومه چې زما او زما د هېواد والو لپاره د خوښۍ ځاۍ دی.»
د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د ښکليو هنرونو د زده کړې د يوه مرکز،« هنر کدې » چلوونکی، نوميالی پښتون انځورګر جمال شاه وايي، پښتانه ځوانان د هنر په بېلا بېلو برخو کې استعدادونه لري، خو مهمه دا ده چې د هنري کارونو د پر مخ بېولو لپاره موقعې ورته په لاس ورکړل شي.
« اول خو په پښتني سيمو کې موږ بايد ادارې ولرو چې ځوانان وکولای شي هنرونه پکې زده کړي. که هغه انځورګري وي، که اداکاري وي او يا هم د فلمونو جوړول. دا هر يو هنر په خپل خپل ځاۍ مهم دی. د دې هنرونو په ترڅ کې موږ کولای شو د خپل ثقافت ريښتونې ترجماني وکړو. موږ بايد کوشش جاري وساتو چې د حبيبيار په څېر باصلاحيته ځوانانو ته لارې برابر کړو تر څو هغوی امريکا، اروپا او د نړۍ نورو برخو ته ولاړ شي او په هنري څانګو کې زده کړې وکړي. »
د جمال شاه او د کولتوري چارو د نورو پښتنو پوهانو په خبره، هنر يوه موثره وسيله ده چې په ترڅ کې يې د پښتنو د سولې غږ د نړيوالو تر غوږو رسول کېدای شي.