په کابل کې راوتی لاریون ترینګلی شو
د افغانستان په زابل کې د وسله والو طالبانو له لوري د وژل شوو اوو کسانو چې سرونه یې ترې غوڅ کړي ول، د دغه پېښې د غندنې لپاره نن سهار په کابل کې راوتی د لسګونه زرو کسانو لاریون ترینګلی شوی دی. لاریون له هغه وروسته ترینګلی شو چې مظاهره کوونکو چې مظاهره چیانو د جمهوري ریاست ته ننوتل غوښت. لومړي معلومات ښیي چې اته مظاهره کوونکي ټپیان شوي. مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې د ارګ مخې ته راوړي او د ملي وحدت حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه کوي.