ټاکل شوې چې د آسيا زړه استنبول پروسې پنځم کنفرانس د ډسمبر پر اتمه په اسلام آباد کې تر سره شي چې د غړو او ملاتړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او استازي به ګډون پکې کوي.
د دغې پروسې مقصد د آسيا زړه هيوادونو له اړخه په افغانستان کې د امنيت او ثبات په برخه کې همکاري کول او په ضمن کې د سيمې د خونديتوب او پرمختګ لپاره کار کول دی.
د آسيا زړه استنبول پروسه په ۲۰۱۱م کال کې د ترکيې په استنبول ښار کې پېل شوه چې تر اوسه يې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه څلور کنفرانسونه کړي چې د ځينو هيوادونو ولسمشرانو يا وزيراعظمانو هم ګډون پکې کړی دی.
په افغانستان کې د امنيت او د سيمه ايزو هيوادونو تر منځ د همکارۍ زياتېدو په اړه دغه پروسه په لومړي سر کې د ترکيې او پاکستان په منځګړتوب په استنبول کې پېل شوه چې د چين، روس، هند، ايران او سعودي په ګډون ۱۴ غړي لري.
پر دې سربېره د آسيا زړه د ملاتړو هيوادونو شمېر ۱۷ دی چې امريکا، بريتانيه، جرمني او جاپان هم پکې شامل دي. بلخوا د ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون ۱۱ نړيوال او سيمه ايز سازمانونه هم په دې برخه کې اخلي.
دا چې د آسيا زړه استنبول پروسه څومره ګټوره ده او تر اوسه يې څه لاس ته راوړنې لرلي دي؟ په کابل کې د سياسي چارو شنونکی عزيز امين احمد زی يې څه دا ډول په ګوته کوي.
((يوه تر ټولو لويه لاس ته راوړنه يې دا ده چې د افغانستان په معاذيره کې چې کوم ګڼ شمېر هيوداونه دي، هغه يې پر يو ځای سره را ټول کړي دي. دويم دا دی چې تېر کال په چين کې دغه غونډه وشوه چې افغان ولسمشر اشرف غني هم ورغلی و. هلته دوی په دې وتوانېدل چې د همدې پروسې له طريقه له پاکستان سره د چين په منځګړتوب باندې له طالبانو سره خبرې شروع کړي.))
د آسيا زړه کنفرانس کې که څه هم له افغانستان او سيمې څخه د ترهګرۍ د له مېنځه وړلو او سولې او ثبات راوستو په اړه بحثونه کيږي خو ليدل شوی چې هر لوری خپل دريځ بيانوي او له همهغه طريقه يې حل لاره وړاندې کوي.
په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر او د سيمه ايزو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وايي چې که څه هم دا ډول کنفرانسونه د سيمې هيوادونو ته دا زمينه برابروي چې پر يوه مېز سره را ټول شي او د ستونزو په اړه خپل نظر څرګند کړي خو بيا هم هر يوه خپلې ګټې په پام کې نيولي وي چې د پرمختګ په لړ کې لوی خنډ جوړوي.
((د دې کنفرانس له لارې د سيمې ټول هيوادونه سره راغونډ شي او خپلې خبرې يو بل ته کيږدي، خپل موقف وړاندې کړي او چې تر منځ يې کوم ليرې والی دی، د هغه د کمېدو کوششش وکړي. چې لږ تر لږه دوی پر يوه پاڼه راشي او راغونډ شي نو هغه به بيا د مسلې د حل کولو خوا ته ډېر لوی قدم وي. دا نه چې مسله به حل شي خو د حل خوا ته به ډېر لوی پرمختګ وي. مهمه خبره دا ده چې د ډيرو هيوادونو ګټې له يو بله ليرې دي. هر هيواد په خپله ګټه خپله خبره پرمخ وړل غواړي. او په هغو ګټو کې لا فرق موجود دی. تر څو چې هغه فرق کم شوی نه وي يا ختم شوی نه وي نو د دوی بيانيې هيڅ مانا نه لري.))
د آسيا زړه پنځم کنفرانس دا ځل په داسې حال کې په اسلام آباد کې کيږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې ترينګلې شوي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغان ولسمشر اشرف غني ته يې په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې خو د افغانستان له لورې لا تر دې دمه پاکستان ته د ولسمشر غني سفر نه دی تاييد شوی.
دا چې د نوموړي ګډون يا نه ګډون پر دې کنفرانس څه اغېز لرلای شي؟ عزيز امين احمد زی وايي
((دا د وزيرانو په سطحه باندې غونډه ده نو د وزيرانو په سطحه باندې غونډه کې د ولسمشر تګ که چيرې ولاړ شي نو ښه به وي او که چيرې لاړ نشي نو پر پروسې کوم ډول اغېز نه غورځوي او نه هم کوم مشکل ورته جوړوي.))
د راپورونو له مخې د پاکستان پښتنو سياستوالو هم تېره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشره غوښتي و چې له پاکستاني وزيراعظم نواز شريف سره وويني. که څه هم دواړو مشرانو په پېرس کې د اقليم د بدلون د نړيوالې غونډې په څنډه کې له يو بل سره ناسته وکړه خو اسلام آباد د آسيا زړه کنفرانس کې د اشرف غني ګډون ته ډېر ارزښت ورکوي او د پاکستاني چارواکو په وينا د نوموړي ورتګ يې چمتووالی هم نيولی دی.