د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان سولې پروسه کې نړيوال ضمانت غواړو"


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

دا ځل بايد تضمين وجود ولري او نړيوال قوتونه او لوی هيوادونه بايد موږ ته تضمين راکړي. تر هغه وروسته بيا امکان لري چې موږ له هغو اصلي خلکو سره د سولې مذاکرات ته کښينو چې په جګړه کې ښکيل دي.

په اسلام آباد کې د اسيا زړه استنبول پروسې پنځمه غونډه د سې شنبې په ورځ پېل شوه چې تر چارشنبې به دوام وکړي. په دې غونډه کې د سيمې او نړۍ د يو شمېر هيوادونو استازي ګډون کوي.

که څه هم د دې غونډې مرکزي نکته افغانستان ده خو سيمې ته پر ورپيښو ستونزو به هم خبرې اترې کيږي. تمه څرګنديږي چې د افغان سولې درېدلې پروسه به هم په څه نا څه ډول تر بحث لاندې راشي.

د اسيا زړه استنبول پروسې مقصد د اسيا زړه هيوادونو له اړخه په افغانستان کې د امنيت او ثبات په برخه کې همکاري کول او په ضمن کې د سيمې د خونديتوب او پرمختګ لپاره کار کول دی. که څه هم دا کنفرانس د ۲۰۱۱م کال راهيسې هر کال تر سره کيږي خو دا ځل په افغانستان او سيمه کې بدلېدونکو نوو حالاتو ته په کتو سره د زيات ارزښت په سترګه ورته کتل کيږي. تمه څرګنديږي چې په افغانستان کې د سولې پروسه او د پاکستان رول به هم تر بحث لاندې راځي ځکه چې د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیزهم ویلي و چې له افغان ولسمشر سره به د کنفرانس تر څنګ نورې لیدنې هم وشې چې د افغان سولې ټینګښت پر لارو چارو او د سولې خبرو اترو د بیا پېلېدو پر موضوعاتو هم بحثونه وشي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر عبدالقادر ځاځی وايي چې پاکستان څو ځلې خپلې ژمنې ماتې کړي او افغانستان دا ځل نړيوال ضمانت غواړي.

((پاکستان د سولې په پروسه کې آمادګي ښودلې وه. څه وخت کيږي چې وايي، آماده يو. خو دا ځل موږ آماده نه يو ځکه د پاکستان په خبرو باور نه کوو. ډېر کلونه کيږي چې دوی زموږ سره دوه مخی سياست کوي. د دوی دا روش د افغانستان خلک او سياستوال بې باوره کړي دي. دا ځل بايد تضمين وجود ولري او نړيوال قوتونه او لوی هيوادونه بايد موږ ته تضمين راکړي. تر هغه وروسته بيا امکان لري چې موږ له هغو اصلي خلکو سره د سولې مذاکرات ته کښينو چې په جګړه کې ښکيل دي.))

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ رسمي خبرو اترو لومړی پړاو د روان کال د جولای پر اوومه نېټه د پاکستان په مري ښار کې وشو. ټاکل شوې وه چې دوهم پړاو به د يادې مياشتې په پای کې تر سره کېدی خو دوه کاله وړاندې لا د طالبانو د مشر ملا محمد د مړينې خبر د دې پروسې د ځنډ يو مهمسوب وګرځېدی. تر هغه را وروسته د پاکستان حکومت د مذاکراتو د بيا کوربه توب يا چمتو کولو وړانديز وکړ خو افغان حکومت زړه ښه نکړی. دا چې پاکستان په دې لړ کې څه ډول مرسته کولای شي؟ د پاکستان يو پخوانی ډپلوماټ اياز وزير وايي.

((ښکاره خبره ده چې پاکستان په افغان سولې پروسه کې ډېره مرسته کولای شي خو چې اول د کابل او اسلام آباد په يو بل باندې باور پيدا شي، هغه دا چې وار خبرې کوو هغه به سر ته رسوو. د دوی اصلي مرض دا دی چې خبرې وکړي، قولونه وکړي خو سر ته يې نه رسوي.))

افغان ولسمشر اشرف غني واک ته تر رسېدو وروسته له پاکستان سره د اړيکو له نوي سره د نښلولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې خو په کابل کې تر خونړيو بريدونو وروسته غني وويل چې پاکستان يې د هيواد په ضد نااعلان کړې جګړه پر مخ وړي. دا چې د اسيا زړه کنفرانس په درشل کې د افغان سولې پروسې پېلېدو ته څه هيلې شته؟ په اسلام آباد کې د سيمه ايزو چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري رضوي وايي.

((خواهش خو شته او تر دې کنفرانس وروسته به هڅه هم وشي خو مذاکرات کېدل ګرانه خبره ده. لومړی په افغان حکومت کې تر اوسه ځينې کړۍ له طالبانو سره د مذاکراتو په حق کې نه دي، دوی بايد په يوه خوله خپل دريځ وړاندې کړي. دوهمه خبره دا ده چې پاکستان تر کومه حده دوی د خبرو مېز ته راوستلای شي. دريمه خبره دا ده چې د طالبانو په خپل منځ کې جنګ روان دی، نو په داسې حالاتو کې يو خو دا کېدلای شي چې يو ډله د ځان مضبوطولو لپاره له افغان حکومت سره خبرې وکړي چې ښه اقدام دی. بله خطره بيا دا ده چې يوه ډله به مذاکراتو ته زړه ښه نکړي چې هسې نه بله ډله تور پر پورې کړي. نو دا وخت په مذاکراتو کې ډېر مشکلات شته.))

په دا وروستيو کې د پاکستان د پښتنو سياستوالو يو پلاوي په کابل کې له افغان ولسمشر سره د ليدو پر مهال له هغه خواست وکړئ چې له پاکستاني وزيراعظم نواز شريف سره ليده کاته وکړي. دواړو مشرانو د بريتانيې د وزيراعظم په موجودګۍ کې تېره اونۍ په پېرس کې د اقليم د بدلون په نړيواله غونډه کې سره وليدل. دا چې دا ځل به پاکستان ته د ولسمشر غني سفر د سولې په پروسه او نورو اړونده چارو کې څه ډول بدلونونه رامنځ ته کړي، راتلونکې ورځې به دا په ډاګه کوي.

XS
SM
MD
LG