د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د پټانكوټ برید د تورونو پلټنو لپاره كمیټۍ جوړه كړه


د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره روغبړ کوي
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره روغبړ کوي

د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه نیټه د هند په پټانکوټ کې پر یوه هوايي اډه حمله شوې وه چې پکې شپږ بریدګر او درې امنیتي اهلکاران وژل شوي ول.

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د هند پټانکوټ هوايي اډه کې په برید کې د تورونو او په هغه پېښه کې د ککړو کسانو پلټنې لپاره یوه شپږ کسیزه لوړ ــ کچېکمیټه جوړه کړې ده چې پکې د پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکي شامل دي.

نوازشریف ویلي دي، چې تحقیقاتي ډله به د لا نورو پلټنو لپاره هند ته هم ولېږي.

د شورو په ماسخوتن ناوخته په اسلام اباد کې له وزيراعظم کوره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهه ګرۍ ضد څانګې د پنجاب اډیشنل انسپېكټر جنرل رای طاهر به د كمیټۍ مشر وي او په نورو غړیو کې كې د خېبر پښتونخوا اډیشنل ای جي سي ټي ډي صلاح الدين خان٬ د لاهور آی بي ډایرېكټر عظيم ارشد٬ د اېف آی اې ډایرېكټر ډاكټر عثمان انور٬ د ای اېس ای بریګېډیېر عثمان سعيد او د پوځي استخباراتو لیفټیننټ كرنل عرفان مرزا شامل دي۔

خبرپاڼه وايي دا غړي به د دې پلټنې کوي چې په لګول شوو تورونو کې څومره حقیقت دی او په دې کې څوک څوک ککړ دي.

د سیاسي چارو تجزیه کار حسن عسکري له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،پاکستان هڅه کوي چې د هند شکایتونو او ورکړل شویو اطلاعاتو ته ځواب وايي، او دا جوته کړي چې د هغوی لخوا ورکړل شوي مالومات تر کومه حده سم دي او دا به تعینوي چې د پاکستانیو ډلو تړاو یا د هغوی ټیليفوني شمېرې سمې دي که څنګه؟

حسن عسکري زیاتوي، له دې سره سره دا هم مهمه ده که هند په دې لړ کې پوره پوره مرسته ونکړي نو ستونزه نه هوارېږي او یوازې پر پاکستان له فشار اچولو سره هم معامله نه حلېږي. په دې لړ کې د دواړو هېوادنو همکاري ضروري ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو یو بل شننونکي ریټايرډ برېګېډیېر محمد سعد هم دا خبره تکرار کړه چې د هند او پاکستان ترمنځ اوسنیو ښو اړیکو ته په کتو باید یو اړخیزه ګام پورته نکړل شي.

دی وايي، د ترهه ګرۍ پر وړاندې د پاکستان قامي کړنلاره کې هم دا هم برېکړه شوې ده، هر هغه ډله چې په هېواد دننه او بهر حالات خرابوي، ناکراري جوړوي او یا هم اړیکې خرابوي نو دغه ډول ډلې به په پاکستان کې دننه نه پرېږدي.

خو نوموړی زیاتوي، کورنیو او بهرنیو حالاتو ته په کتو سره پر پاکستان باندې بل اړخته دا فشار هم دی که چیرې دغو ډلو ته بیا بیا لاس اچوي او بهرني حالات یې هم سم نه وي نو بیا به مشکل دا رامنځ ته شي چې ورادمخه په ډکو لاسونو کې به نور نشي ځایولی او هغه به لوېږي او له لوېدلو سره به نورې جرړې نیسي او خورېږي به.

له دې سربیره ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتېپه ۱۵مه نېټه به د پاکستان او هند بهرنیو چارو سیکرېټریانو په کچه خبرې اترې په پاکستان کې کېدونکې وې خو دغه لړ کې د زیارت ورځ په اسلام اباد کې د معمول اوونیزې غونډې د بهرنیو چارو ویاند قاضي خلیل الله وویل چې د دواړو هېوادونو د خارجه چارو سیکریټریانو په کچ مذاکراتو لپاره د نیټې ټاکلو په لړ کې په رابطه کې دي.

یاده دې وي چې د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه نیټه د هند په پټانکوټ کې پر یوه هوايي اډه حمله شوې وه چې پکې شپږ بریدګر او درې امنیتي اهلکاران وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG