د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنسر بورډ : ”مالک“ فلم پښتانه او سیندیان په نښه کړي


په پاکستان کې د سیاستدانانو او پوځي ځوانانو په کردار جوړ شوي د اردو ژبې فلم مالک په ښودلو باندې وفاقي حکومت بندیز لګولی او دریځ یې خپل کړی چې په دې فلم کې د جمهوریت او ریاست پرضد خبرې شوې دي.

خو فلم جوړونکي یې وایې، چې دا د وطن په مینه کې دا فلم جوړ کړی او خلکو ته یې یو پیغام ورکړی چې دا ملک ستاسو دی او د دې خدمت وکړئ.

که څه هم د پوځ ځوانانو او سیاست دانانو په کردار د ډرامو د نامتو اداکار عاشر عظیم د اردو ژبې فلم مالک په ښودلو باندې بندېز لګولې خو د خېبر پښتونخوا حکومت وایي، چې په دې فلم کې د درغلیو پرضد اواز پورته شوی نو دوی به ورته د خېبر پښتونخوا په سېنیماګانو کې د ښودلو اجازت ورکوي.

یاده دې وي چې یاد فلم د روانې میاشتې په اتمه نېټه د ټول ملک په سنېماګانو کې نمائش ته وړاندې شوی وو، چې وروستو په ۲۷ اپرېل وفاقي حکومت پرې بنديز ولګوو او تور یې پورې کړ چې په دې فلم کې د جمهوریت او ریاست پر ضد خبرې شوې دي.

کله چې مشال راډیو دې لړ کې په اسلام اباد کې د مرکزي سنسر بورډ له چیېرمېن مبشرحسنه وپوښتل نو هغه وویل پر دې فلم د ولس لخوا یو شمېر شکایتونه راغلي وو چې پکې ویل شوي چې په دې فلم کې پښتانه او سندیان په نښه کړل شوي دي او دا چې په دې کې د سیاستدانانو کردارکشي هم شوې، نو دوی د وفاقي حکومت په حکم باندې په دې فلم بندېز ولګوو.

نوموړي زیاته کړه:

( چې زموږ کوم موشن پېکچر ارډیننس کال ۱۹۷۹دی په هغې کې ښه ښکاره لیک دي چې یو فلم که سنسر بورډ پاس کړې هم وي او هغه په ټول ملک کې ښودل کیږي خو چې د ولس لخوا پرې شکایت راشي نو په هغې وفاقي سنسر بورډ د ایکشن اخستو پابند دی. نو دا فلم موږ سنسر کړو او سرټيفيکېټ مو ورته هم ورکړو او په ټول ملک کې د دې نمايش هم روان و خو دې دوران د ولس لخوا موږ ته د دې فلم پر ضد شکایتوته راتلل شورو شو او چې کله دا ډېر شو نو موږ په دغه بنیاد د قانون ترلاندې د دې پر ضد کاروایې وکړه.)

په دې اړه چې مشال راډیو د فلم مالک د ډایرېکټر پروډیوسر او اداکار عاشرعظیم سره رابطه وکړه نو فقط دا یې ووېل چې دوي ته د وفاقي حکومت لخوا خط راغلې خو دوي په دې نه دي خبر چې په فلم یې ورله ولې بندېز لګولې.

مشال راډیو چې په دې اړه د اردو او پښتو فلمونو او ډرامو اداکار فردوس جمال نه وپوښتل چې په پاکستان کې د فلمونو د سنسر کېدو معیار او پېمانه څه ده نو هغه ووېل چې دلته یواځې ذاتي ګټو ته کتل کېږي او هېڅ پېمانه نشته

نوموړي ووېل (( ګوره د هغې فلم لویه جمله دا ده چې ،، زه د دې ملک وسېدونکې یم او زه د دې ملک مالک یم ،، نو موږ ټول د دې ملک مالکان یو. نو دا خبره جوړې په حکمرانانو ښه نه ده لګېدلې او دا ځکه چې دوي ځان د دې ملک حکمرانان بلي او ځان یې مالکان ګڼي او ولس چې کوم دی هغوي غلامان ګڼي هغوي وایې چې دوي څنګه د دې ملک مالکان دي مالکان خو موږ یو. دوي وایې چې دا ملک زموږ پټې دی او دلته پېسې کرو او بهر ملکونو ته یې وړو نو په اربونو ډالره بهر ملکونو ته دوي منتقل کړل

نو د دې لپاره هغوي داسې څېزونه نه شي برداشت کولې نو ځکه یې په دې فلم بندیز ولګو)))

د رسنیو په وېنا محبوب عالم نومې وکیل په لاهور هایې کورټ کې درخواست جمع کړې چې په یو فلم د بندېز لګولو اختیار یواځې د سنسر بورډ سره وي او دوفاقي حکومت سره نیغ په نېغه په یو فلم د بندېز لګولو اختیار نشته نو باید چې دا فېصله ناقانونه وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG