د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې له ځوان سندرغاړي شان خان سره غږېدلي یو. نوموړی د وزیرستان نومیالي سندرغاړي کمال خان مسود زوی دی.
شان خان د پاکستان پر کچ د سندرو په سیالیو کې انعامونه یا جایزې هم ګټلې دي.
دی وايي، پلار یې ورته ویلي ول چې د پښتو موسیقۍ لپاره کار وکړي. شان خان وايي، په لومړۍ پښتو سندره کې یې د لویديځ موسیقۍ له یوه ژانر څخه ګټه واخیسته.
له نوموړي سره خبرې او سندرې یې لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.