اسلام اباد: د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزشن ګوندونو غړو د حکومت له خوا پر وړاندې کړې کلنۍ بودیجه کلکې نیوکې کړې دي.
د شنبې په ورځ ناوخته د قومي اسمبلۍ په غونډه کې پر بودیجه د روان بحث پر مهال د اپوزېشن غړو وویل چې د مالي کال ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷م لپاره وړاندې شوې بودیجه څرګنده نه ده.
دوی وویل ، بل پلو په دې اړه د حکومت دریځ هم ناڅرګند دی.
په بحث کې برخه اخیستونکو کسانو وویل چې د حکومت په لومړیتوبونو کې د ولس لپاره د خیرښېګړي د کارونو شمېر کم دی.
دوی تور پورې کړ چې د حکومت د اسمبلۍ زمه واره غړي پر کلنۍ بودیجه د بحث غوندې مهمو غونډو ته لا هم حاضري نه کوي.
د پيپلز ګوند غړې نفيسه شاه وويل ،حکومتي غړي د پوځي هيډاکواټر په بلنه په سمدستي توګه هلته ورځي خو د پارليمان غونډو ته اهميت نه ورکوي.
د نفیسه شاه په وینا ، د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل داسې شوي چې د ويډيو لنک له لاري د بجټ منظوري ورکول کیږي.
نفیسه شاه دا خبره لندن ته د درملنې لپاره تللي وزیراعظم نواز شریف ته په اشاره کړې کوم چې له هغه ځایه د بجټ منظوري ورکړې ده.
د تحريک انصاف غړو هم پر بودیجه نیوکې وکړې او ویې ویل چې حکومتي غړي د بجټ په اړه د وضاحت وړاندې کولو پر ځاي د اپوزېشن غړو سپکاوی کوي.
د واکمن مسلم ليګ ن ډلې غړي چوهدري حامد حميد پارليمان ته په وینا کې د خپل حکومت له خوا د وړاندې کړې بودیجې دفاع وکړه.
نوموړي ادعا وکړه چې د دوی د حکومت له خوا د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷م کال لپاره وړاندې شوې بودیجه د ملک په تاریخ کې تر ټولو غوره بودیجه ده.
د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار د جون پر دریمه نېټه د دې هېواد د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ مالي کال لپاره د ۴۳ کربه او ۹۴ اربه روپۍ بجټ وړاندي کړ.
په بجټ کې د پرمختيايي کارونو لپاره ۸۰۰ او د دفاع لپاره ۸۶۰ اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.