د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوچستان په پښتنه سیمه کې د څښلو اوبو ډېر کمی دی"


یو ماشومه د څښلو اوبو لپاره روانه ده
یو ماشومه د څښلو اوبو لپاره روانه ده

د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې تر څنګ د صوبې په پښتنه سیمه کې لوی شمېر خلک د څښلو اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. صوبايي حکومت وايي ، د دوی دې ستونزې ته پام دی او د هواري لپاره به یې په بجټ کې پېسې بېلې کړي.

پراګ: د کوټې تر څنګ د بلوچستان په نورو پښتنو سیمو کې هم خلک له تېرو څو کلونو راهسې د څښلو اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سر ټکوي.

دا ستونزه په ځانګړې توګه کوټه او لورلايي کې په دې ور وستیو کې لا پسې زیاته شوې ده.

په کوټه کې خبریال او شنونکی سید علي شاه وايي ، د اوبو د رسد محکمې له خوا خلکو ته په پوره توګه اوبه نه ورکول کېږي نو ځکه خلک مجبور دي چې په پیسو یې واخلي.

سید علي شاه وویل ، دا اوبو خرڅوونکي له دوو زرو نیولې تر پنځو زرو یوه ټېنکۍ اوبه خرڅوي کوم چې د هر چا د وس خبره نه ده.

ده وویل ، پخوا به په مځکه کې دننه پر شاوخوا درې سوه فټه اوبه وې خو اوس دا سطح پنځلس سوه فټه ته ټیټه شوې ده. زراعت او نور څه خو وروسته خبره ده ، په کوټه کې نن سبا د څښلو د اوبو ډیر لوی بحران دی.

د پښتنې سیمې بوري یا لورالايي خلک هم له تېرو څو کلونو راهسې د څښلو اوبو نه لرلو له کبله شکایتونه کوي.

ځايي ټولنیز فعال انور ناصر وايي ، له بوري منتخب شوو د اسمبلیو غړو په تېرو لسو پنځلو کالو کې په پراخه کچه د دې ستونزې لپاره فنډونه را اېستلي خو کار یې نه دی کړی.

انور ناصر وویل ، که چېري له دې پېسو پایپونه جوړ کړل شوي وای هم نو بوري ته پکې اوبه راوستل کېدای شوې.

ده وویل ، خلک غریبان دي خو بیا هم پر دې مجبور دي چې له شپږ سوه نیولې تر دوه زره روپیو یوه وړه ټېنکۍ اوبه واخلي. او کوم خلک چې د دې وس هم نه لري نو د هغوی ماشومان له دوه – دوه نیم میلو د لاسو په ټرالۍ کې کور ته اوبه راوړي.

د بوري ښار په شاوخوا کې اباد کلي لکه لوړلی ، شبوزی ، برنیمی ، ساغرۍ ،ښرن حمزازي ، لوړی دامان او یو شمېر نور د تېرو شاوخوا دوو لسیزو دوامداره وچکالیوسخت ځپلي دي.

په دې کلیو کې د اوبو نیشتوالي له کبله خلک ښار ته کډه شوي دي چېري چې وارله مخه د څښلو اوبو ستونز موجوده وه.

په ږوب کې یو ځايي خبریال رفیع الله مندوخېل وايي ، د ږوب حالت که څه هم د کوټې او بوري پرتله ښه دی خو بیا هم هلته داسې ځایونه شته چې خلک یې د څښلو اوبه په ډېر مشکل ترلاسه کوي.

ده وویل ، د ږوب په مځکه کې اوبه شته خو په ځانګړې توګه ښار کې د اوبو د رسد محکمې له خوا د اوبو ورکړه د ولس د شمېر او اړتیاوو پرتله ډېره کمه ده.

د بلوچستان د پلان جوړونې صوبايي وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، دوی د نور څه تر څنګ په ځانګړې توګه په کوټه او نورو سیمو کې د څښلو د اوبو ستونزې ته جدي پاملرنه کوي.

ډاکټر حامد خان اڅکزي وویل ، موږ په کوټه کې د اوبو د ستونزې هواري لپاره دوه سوه واړه ډېمونه منظور کړي دي او هم داسې مو د مانګې ډېم ته پېسې بېلې کړي دي چې اوبه به یې کوټې ته راوستل کېږي. یو بلې پروژې ته مو هم لس اربه روپۍ بېلې کړي دي د کومې له مخې چې به له پت فیډره کوټې ته اوبه راولو.

نوموړي وویل ، دوی په دې خبر دي چې په بوري کې هم د اوبو کمي خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ده په وینا ، په دې بجټ کې به د ډوژنل مرکز په توګه د بوري لپاره لږ تر لږه اتیا کروړه روپۍ بېلوي چې هلته پر بېلا بېلو کارونو ولګول شي.

د بلوچستان په زیاتره پښتنه سیمه کې له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهسې وچکالۍ خلک او په ځانګړې توګه د دې سیمو کروندګر ډېر زیات ځپلي دي.

د دې صوبې د کروندګر سازمان وايي ، مرکزي او صوبايي حکومتونو دوی ته د دې تاوان د ازالې او یا له دوی سره د مرستې په توګه هیڅ د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

XS
SM
MD
LG