د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څلوراړخیزې غونډې هېوادونه په افغانستان کې امن غواړي


پاکستان وایې چې کله افغانستان وغواړي پاکستان به د افغانستان د سولې پروسې عمل په اړه خپل رول لوبولو ته تیار وي.

د زیارت په ورځ د خارجه چارو دفتر ویاند اونیزې خبري غونډې ته د یو سوال په جواب کې ووېل چې څلوراړخیز مفاهمتي غونډه کې شامل ملکونه په افغانستان کې امن غواړي.

،، اسلام اباد ، کابل ، واشنګټن او بیجنګ د دې خبرې تکرار کړې چې د څلور اړخیز غونډې د لارې به د افغانستان د سولې پروسې له ژمنه لري. پاکستان د افغانستان امن او استحکام په اړه سنجیده او مخلصه دې او پاکستان د سولې خبرو اترو لپاره د څلوراړخیزې غونډې عمل مرستې ته تیار دې خو چې کله یې افغانستان وغواړي،،

ده زیاته کړه چې د سولې لپاره د سنجیده خبرو اترو نه علاوه بله لار نشته.

په دې سوال چې د پاکستان د چارواکو لخوا په افغان طالبانو د اثر رسوخ متضاد بیانونه راروان دي، د خارجه امورو ویاند نفیس زکریا دې لړ کې خبریالانو ته ووېل چې افغان طالبان د مزاکراتو مېز ته راوستل یواځې د پاکستان کار نه دې، د دې څلور اړخیز مفاهمتي غونډې څلور واړه ملکونه د طالبانو په مختلفو ډلو خپل اثر و رسوخ لري.

،، څلور واړه ملکونه خپل اثر رسوخ د طالبانو په هاغه مختلفو ډلو لري چې موږ یې د مزاکراتو په مېز راوستل غواړو او زما په خیال دا څیز مشترکه کوششونه غواړي، تاسو دا نشې ویلي چې دا یواځې د یو ملک ذمه واري ده ځکه چې تاسو دا ګمان کوې. په افغانستان کې صورتحال د تېرو کلونو راهیسي بدل شوې ، دا صورتحال کال ۱۹۷۹ نه بدل شوې، په تېرو دېرشو کالو څنګه څیزونه بدل شول او زما په خیال تاسو چې کوم سوال تپوس وکړو نو چا سره به هم واضحه جواب نه وي دې لړ کې. د خارجه چارو صلا کار په د غه مخصوصه نقطه چي څومره اثر رسوخ لرو او په افغانستان کي د امن او استحکام په لړ کي موږ څه کولې شو باندي ښه په مفصله او څرګنده ډول خبرې کړي،،

دې لړ کې د افغان امورو کار پوه او خبریال رحیم الله یوسفزې وایې اوسني صورتحال نه خو ښکاري چې د طالبانو سره د خبرو اترو عمل کې نا امېدي ښکاري.

د یوسفزې په وېنا چې افغانستان حکومت دې دا فېصله وکړې چې جنګ کول غواړي که نه سوله به کوي او دا فېصله دې هم وکړې چې د پاکستان د لارې د سولې خبرې اترې کول غواړی که نه خپله به یې کوي.

،، د خبرو اترو لپاره دا څلور اړخیز غونډه به ختمیږي نه بلکه دا به وی خو د دې فعالیت کمزورې دې ، بل امریکیان دا خبره هم اوس کوي چې راتلونکې کې به هغې دا غواړي چې دې غونډه کې ایران او هند هم شامل شي نو آیا دا خبره به پاکستان او نور ملکونه اومني او که نه ؟ دا خبره لا واضحه نه ده خو په راتلونکې کې د غونډې څه نه څه فعالیت کیداې شي ، د هغې رول کیداې شي خو لا فعاله نه دې نو نا امیدي ده،،

یاده دې وي چې د پاکستان سرکاري ټيلي ويژن سره روانه میاشت په یو مرکه کې د پاکستان د وزیراعظم د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز ویلي وو چې موږ د خپل اثر رسوخ له وجې طالبان د مزاکراتو مېز ته راوستل خو له هغوی سره خبرې کول د افغان حکومت کار وو.

سرتاج عزیز هیله څرګنده کړې وه که زمکنې صورتحال د افغانستان حکومت په حق کې پاتې شو نو امن مزاکرات بیا پیلېدای شي.

واضحه دې وي په بلوچستان کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په یو برید کې وژنې ورستو د مزاکراتو عمل د ځنډ ښکار شوې وو.

XS
SM
MD
LG