د لاسرسي ځای

تازه خبر

تربیلا کې دوو چینايي انجینیرانو په ګډون ۴ کسان مړه شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د یکشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په هريپور ضلع کې په یوه حادثه کې څلور کسان مړه شوي چې دوه پکې چینايي انجینیران دي.

د مړو شویو پاکستاني کسانو په اړه ویل کېږي چې عام مزدوران دي. د راپورونو له مخې د یکشنبې په ورځ غرمه مهال د تربیلا ډېم په څلورمه منصوبه د کار دوران د ودانۍ د اوزارو د غورځېدو له کبله دغه حادثه رامنځ ته شوه. په دې پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي خو چارواکو نه دي ویلي چې په هغو کې هم بهرني اتباع شته او که نه؟

د هریپور د ژغورنې ادارې Rescue 1122 یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د خاورو ګټو نه تر اوسه اوه کسان ویستل شوي او د نورو کسانو د ویستلو لپاره امدادي کاروايي روانه ده. دغه تن وویل چې له ملبې لاندې نور کسان هم ایسار پاتې دي او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو وېره لیدل کېږي.

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د مړو شویو کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې او هدایات يي جاري کړي چې د چیني انجینیرانو د جسدونو خپل وطن ته رسولو لپاره دې هر قسمه اقدامات وکړل شي.

XS
SM
MD
LG