د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي. د پولې سمبالولو کړنلارې هرکلی شوی دی


د پاکستان بهرنیو چارو دفتر وايي چې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان، افغانستان او امریکا امنیتي چارواکو ترمینځ شوې غونډه کې پر امنیت او د پولو سمبالولو پر کړنلاره خبرې شوې دي.

د زیارت په ورځ د پاکستان بهرنیو چارو دفتر کې اونېزې خبري غونډې ته د دفتر ویاند نفیس ذکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پولې سمبالولو پر مسله په لومړي ځل د پاکستان او افغانستان پوځی چارواکو ترمینځ لیده کاته شوي دي.

د خارجه چارو ویاند په وینا، دواړو غاړو د پولې سمبالولو کړنلارې هرکلی کړی دی.

''په دې غونډه کې موضوعات د امنیت او پولې طریقه کار په اړه وو. دا غونډه په بنیادي توګه په پوله د ترهګرۍ پېښو په اړه د پاکستانیو اندېښنو په شالید (پس منظر) کې شوې ده. د دې له وجې په پاکستان کې یو شمېر د ترهګرۍ پېښې شوې دي چې منصوبه بندۍ یې د بل ملک په خاوره شوې وه. زموږ پشان افغانستان او امریکا ته هم په پولو د ترهګرې په اړه اندېښنه ده نو زما په خیال چې د پولو سمبالولو داسي طریقه کار د ټولو په ګټه دی''

د یو بل سوال په جواب کې د پاکستان خارجه چارو دفتر ویاند نفیس ذکریا زیاته کړه، ترهګري د پاکستان او افغانستان مشترکه دښمنه ده او هېواد یې د ترهګرۍ او سختدریځۍ مخینوی لپاره کوټلې مبارزه کوي. او د قامي تګلارې له مخې بې له توپېره د وسله والو پرضد کاروايي روانه ده.

په تېره جون میاشت کې افغان او پاکستانیو پوځي چاوراکو د تورخم شخړې پس په کابل کې سره لیدلي ول او هم تېره میاشت د دواړو ملکونو سیاسي مشرانو په اسلام اباد کې د پولې سمبالولو پر کړنلاره اتفاق کړی وو.

XS
SM
MD
LG