ارين له پلار سره او پلار يې له ارين سره وعده کړې وه.
د ارين لوظ دا و چې بيا به دروغ نه وايي او پلار يې ژمنه کړې وه چې د بلوچستان های کورټ انتخابات ختم شي نو سېل ته به يې سوات ته بيايي.
خو په کوټه کې پر وکيلانو ځانمرګي بريد د پلار او زوی لوظونه و وژل.
ارين اوه کلن دی او د درېم ټولګي زده کوونکی دی.
ما ورڅخه و پوښتل چې سکول ته څو ورځې کېږي نه يې تللی؟
ځواب و ، يوه هفته،
ولې؟
ويل يې، پلار مې شهيد شو،
چا شهيد کړ؟
په يوه ټکې کې ځواب راکړ“ طالبانو”
خو ولې يې شهيد کړ،
اوه کلن ارين د کارټونونو شوقين دی، څه خبر دی چې د وطن تر هر وګړي خو يې د کارټونونو ټام او جېري ښه دي چې که ورباندې ټرک و خېژوې او که يې تر ټرېن لاندې کړې خو لږ شیبې وروسته بېرته ځان راټول کړي او منډه کړي،دا خو پښتون وطن دی چې د جنګ ښامار يې شيبه شيبه تر خپل ستونې تېروي. دلته د ارين پلار او د هغه ۶۴ ملګرې ددې ښامار يوه بله ګوله يا نووړۍ شو.
ارين معصومه شان ځواب راکړ، ځکه يې و واژه چې زما پلار يو مشهوره وکيل و.
ما ويل د پلار پر مرګ به دې نو ډېر ژړلي وي؟
ويل يې اول ځل مې نه و ژړل خو دوم وار مې وژړل.
د پلار د فاتحې لپاره د ارين کورته سياستوالان ، وزيران او نور خواخوږي ورغلل.
په ورځپاڼه کې يو تصوير چاپ شو چې لاندې ورته ليکلي و،د بلوچستان وزيراعلی د بازمحمد کاکړ فاتحه کوي او په غېږه کې يې د هغه زوی ناست دی.
دا تصوير ارين اوس پخپل جېب کې ګرځوي او د کور نور ماشومان پرې سيزي چې ګورئ زما تصوير په اخبار کې چاپ شوی دی.
د ارين په کور کې ماتم دی اودی مور ويني چې شيبه شيبه ځوريږي ځکه خو يې د پلار د تصوير مخې ته اوس خپل پورټريت اېښی دی چې له موره د پلار تصويرپټ کړي.
ارين کله کوټه ته ننوزي او د مور له ټېلي فونه د پلار نمبر ملاو کړي خو دی ماشوم دی څه خبر دی چې مرګ کله د ژوند ټېلي فون ته ځواب ويلی.
بيا پوښتنه وکړي چې د پلار ټېلي فون مې له چاسره دی.
کله چې په کوټه کې بل څوک نه وي نو ارين د پلار بالښت راوخلي او په غېږه کې يې ټینګ و نيسي.
د ارين او پلار وروستی ملاقات هغه وخت وشو چې ارين ويده و او پلار يې ويښ.
له کوره تر وتو له مخه پلار ويده زوی پر مخ ښکل کړی او له وتلو شاوخوا ۴۵ منټه وروسته يې د مرګ خبر راغلی.
ارين را ويښ شو او پلار يې د تل لپاره ويده شو.