پراګ: په کوټه کې د اګست پر اتمه نېټه په ځانمرګي بريد کې د وژل شوي وکيل باز محمد کاکړ ورور ډاکټر لال خان کاکړ اعلان کړی چې د وژل شويو وکيلانو د کورنيو د غړيو به مفت علاج کوي.
نوموړي دا اعلان د جمعې په ورځ په کوټه کې د وژل شويو وکيلانو په اړه په جوړه شوې يوې غونډې کې وکړه.
عبدالحي کاکړ له ډاکټر لال خان کاکړ سره مرکه کړې او په سر کې يې د هغه د اعلان په اړه تفصيل غوښتی دی