د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاج حېدر: په کاشغر- ګوادر اقتصادي راهداري کې مغربي لاره نشته


د کاشغر - ګوادر اقتصادي لارې یو نقشه
د کاشغر - ګوادر اقتصادي لارې یو نقشه

د پاکستان په سېنټ کې د کاشغر – ګوادر د اقتصادي لارې په اړه د جوړې شوې کمېټۍ مشر سنېټر تاج حېدر وايي ، که مغربي لاره نشته نو د دې پر ضد خو به خامخا احتجاج کېږي. که وي نو حکومت یې باید په ډاګه کړي.

پراګ: د چین د کاشغر او د بلوچستان د ګوادر ترمنځ د جوړېدونکې سترې اقتصادي لارې په نقشه کې د مبینه بدلون پر ضد د بحث او احتجاج لړۍ یو ځل بیا توده شوې ده.

احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې په دې اقتصادي راهداري کې هغه لاره له سره شتون نه لري کومه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېریږي خو حکومت یې نه مني.

اوس پوښتنه دا ده چې د پښتنو ملت پالو او نورو ګوندونو دا احتجاج تر کومه حده پر ځای دی؟

د پاکستان په سېنټ کې د کاشغر – ګوادر د اقتصادي لارې په اړه د جوړې شوې کمېټۍ مشر سنېټر تاج حېدر وايي ، که مغربي لاره نشته نو د دې پر ضد خو به خامخا احتجاج کېږي. که وي نو حکومت یې باید په ډاګه کړي.

تاج حېدر زیاته کړه ، “وزیراعظم نواز شریف ویلي وو چې د څلور لاینونو موټر وې به جوړوي نو اوس چې هغه نشته نو خلک خو به خامخا احتجاج کوي. په مشرقي لاره کې د شپږو او اتو لاینونو موټر وې ده ، هغه ټولو ته ښکاري ، پر هغه کار روان دی او په څو میاشتو کې به پای ته ورسېږي”.

پر دې اقتصادي لاره ژور نظر لرونکی او د پاکساني پوځ پخوانی کرنل مقبول اپرېدی وايي ، نه حکومت او نه هم د اپوزېشن مشران په دې لاره کې د بدلون په اړه څرګندې خبرې کوي.

مقبول اپرېدی وايي ، دا خبره سمه ده چې په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان پښتنه سیمه کې پر تېرېدونکې لاره کار نشته.

کرنل ریټایرډ مقبول اپرېدي وویل ، “پر مشرقي لاره خو کار روان دی. له ملتانه سکهر ته پر غځېدلې لاره کار هم روان دی”.

نوموړي زیاته کړه چې دوی په دې نه پوهېږي چې حکومت ولې په پنجاب کې تېرېدونکې لارې ته لومړیتوب ورکړ.

د مقبول اپرېدي په وینا ، که چېري سیاسي مشران پر دې مسله سره کښېني نو دا نه یوازې هوارېدای شي بلکې د پاکستان په ګټه هم دا ده.

سنېټر تاج حېدر وايي ، که چېري دا اقتصادي لاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تېره نه شي نو د ګټې پر ځای به تاوان وکړي.

هغه وویل ، “په مشرقي لاره کې فایده د سیند ده خو د سیند سیاسي ګوندونه وايي چې لومړی دې مغربي لاره جوړه شي هغه ځکه چې دا ګوندونه وايي چې موږ یوازې د خپلې ګټې پر ځای د ټول فیډرېشن یانې په پاکستان کې د شاملو ټولو صوبو ګټې ته لومړیتوب ورکوو”.

د پاکستان او چین ترمنځ د دې پراخې اقتصادي لارې لپاره چین لومړی – شپږ څلوېښت اعشاریه پنځه – اربه ډالر اعلان کړي وو خو اوس یې دا پېسې – یو پنځوس اعشاریه پنځه اربه ډالرو ته رسولې دي.

XS
SM
MD
LG