د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه خیبر کې چارواکي او عيني شاهدان وايي چې په تيراه ميدان کې له تېرو څو ورځو راهيسې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې روانې دي چې پکې ۸ سرتېري وژل شوي او ۶ ټپیان دي.
په خیبر کې د امنیتي ادارې یوه چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د د خپل نوم نه خپرولو په شرط د نومبر پر ۱۹مه نیټه مشال راډيو ته وویل چې د نومبر له ۱۷مې نیټې راهیسې په تیرا میدان کې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ په بېلا بېلو ځایونو کې د نښتو پر مهال دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ده زیاته کړه چې له تېرو درو ورځو د روانو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه اته پاکستاني عسکر وژل شوي او پينځه نور وژل شوي دي.
په تیرا میدان کې عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي چې د نومبر پر ۱۷مه نیټه وسلوالو د پوځ پر کېمپونو له بېلا بېلو اړخونو برید وکړ چې ورسره نښتې پیل شوې چې د دوی په وینا تر ډېره وخته پورې روانې وې.
دوی زیاته کړه چې د نومبر پر ۱۸مه نیټه یې د دې وژل شویو پوځي عسکرو د مړو تابوتونه هم لیدلي دي.
امنیتي چارواکي که څه هم تفصیل ورنه کړ خو دعوه کوي چې پاکستانیو عسکرو د نښتو پرمهال وسلوالو ته هم درنه مرګژوبله اړولې ده. البته وسلوالو په دې اړه لا څه نه دې ويلي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار -هم د دې خبر تر خپرېدو پورې په تیرا کې امنیتی عسکرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.
عیني شاهدان وايي چې د وسلوالو او پاکستانیو عسکرو ترمينځ د نښتو پر مهال درنې وسلې کارول شوې دي او ځینې مارټر ګولۍ پر دوکانونو او کورونو هم لګېدلې دي.
خو نه دوی او نه هم انتظامي چارواکو تر اوسه پر ولسي کورونو او دواکانونو د لګېدلو مارټر ګولیو د زیان په اړه څه ویلي دي.
د تیرا په مرکز باغ کې د نومبر پر ۱۹ نیټه هم بازارونه بند دي او د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی او ورته ویل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
تر دې وړاندې د خیبر ضلعې په تیرا کې د نومبر پر شپږمه د مارټر يا هاوان مرميو بريد په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره وکړه.
د خیبر په ګډون په یو شمېر نورو قبایلي ضلعو کې وخت ناوخته د پاکستانیو ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتو پرمهال پر عامو کورونو هم توغندي پرېوځي چې له کبله یې عام خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د داسې پېښو پرضد په وار وار سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکو احتجاجونه هم کړي او غوښتنه یې کړې ده چې د عام ولس ژوند ته پام وکړي.