د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان ساحل: بېړۍ کې چاودنې ۹ مزدوران ووژل


کراچۍ ته څېرمه د بلوچستان ګډاني سمندر غاړې ته په ولاړه ناکاره بېړۍ کې د اور لګېدو له کبله د دغه بېړۍ کباړولو ۹ تنه مزدوران وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل دي.

د لسبيلې ضلعې مرستیال کمشنر سيد ذولفقار شاه مشال راډیو ته وويل، چاودنه هاغه وخت وشوه چې په ګډانۍ کې مزدوران د یوې ناکاره بېړۍ په ماتولو بوخت ول.

د نوموړي په وينا چې دا یوه ستره بېړۍ وه او هلته د نښتو کسانو شمېر هم زیات وو او مرستندویان ژوبل کسان روغتون ته ولېږدول.

(د ګډانۍ دغه سیمې ته سمندري بېړۍ (جهازونه) کباړولو او ماتولو ته وروړل کېږي۔ په ژوبلو کې هغه مزدوران ول چې بېړۍ یې ماتوله او دغه مهال یو ګېس سیلېنډر پرې چاودېدلی دی، د سمندري ځواک اوروژونکي د اور په وژلو بوخت دي.)

د ايدي کراچۍ ترجمان انور کاظمي مشال رېډيو ته وويل چې تر اوسه یې تقريبا پنځوس ژوبل کسان بېلا بېلو روغتونو وړي دي او وژل شوي کسان یې ضلعي انتطاميې ته سپارلي دي.

دی وايي چې د سوځېدو له کبله د وژل شویو کسانو پېژندګلو ګرانه ده او د هغوی ډي اېن اې ټېسټ پس به یې د هغوی خپلوانو ته سپاري.

د ضلعي انتظاميې او امدادي ادارو مطابق په غټه کچه اوور لګېدو له وجې په امدادي کاروايانو کې مشکلات رامخې ته دي۔ خو د زيات اوور له وجې د مړو او ژوبلو کسانو شمېره هم زياتېدلی شي.

په ګډاني کې یوه ځايي خبریال منظور حسېن مشال راډیو ته ویلي چې په بېړۍ کې د اور لګېدو په پېښه کې مړه ژوبل ډېری د خېبر پښتونخوا وګړي دي.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناءالله زهري د ګډاني پر پېښه خپګان او خواشیني ښودلې او د روغتیا چارواکو ته امر کړی چې د پېښې ژوبلو کسانو په درملنه کې دې هېڅ کوتاهي نه کوي.

د ګډاني سمندر غاړه په اسیا کې د وړو او غټو ناکاره بېړیو کباړولو تر ټولو ستر مرکز دی خو په دغه سیمه کې روغتیايي اسانتیاوې د نشت برابرې دي.

د یادونې وړ ده چې پر ګډاني ساحل د سمندري بېړیو ماتولو او کباړولو دغه کاروبار تر ډېره د پښتنو په لاس کې دی.

XS
SM
MD
LG