د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو پر ډالر بد اغېز کړی


په یوه اوونۍ کې دننه کېدونکیو د امریکا ولسمشریزه ټاکنو کې د دواړو کاندیدانو ترمنځ د سختې سیالۍ له کبله ډالر خپل نړیوال ارزښت بایللی دی.

له څو اوونیو راهیسي انګېرل کېدله چې د ډیموکراټانو کاندیده هیلري کلینټن تر ریپبلیکن سیال ډونالډ ټرمپ پرمخ ده، خو اوس د دوی ترمنځ کم شوي واټن پر اقتصادي بازار سخت اغېز کړی دی.

د نومبر پر لومړنۍ نېټه شوې نظرپوښتنه ښيي، د ریپبلیکنو کاندید ډونالډ ټرمپ تر مېرمن کلینټن مخکې شوی دی چې ښايي یو سبب یې د امریکا فډرالي پلټونکې ادارې «اېف بي ای» له لوري د هیلري کلینټن د برېښنالیکونو (ایمېلونو) په اړه د لا ډېرې ارزونې اعلان وي چې د دوو کاندیدانو تر منځ یې واټن راکم کړ.

له همدې کبله په والسټریټ اقتصادي بازار کې د ونډو بازار مخ پر ځوړ تللی چې په ټولیزه توګه د ونډو بیې یو فیصد ټیټې شوې دي.

هم دغه ډول د نومبر پر دویمه نېټه د اسیا، فرانکفورت، پاریس او جاپان په اقتصادي بازارونو کې هم د ونډو بازار له یو تر یونیم فیصده ټیټ شوی دی.

د یورو او هم د نړۍ د نورو اسعارو په مقابل کې د ډالرو بیه لږ تر لږه یو فیصد کمه شوې ده.

له هم دې سره د نړۍ پانګوالو په امریکا کې د یوې سیاسي کړکېچنې دورې د اندېښنو له کبله خپلې پانګې په زرو اړولي او په خوندي ځایونو کې یې زېرمه کړي دي.

د کنګس ویو اسیټ منجمنټ «Kingsview Asset Management» یا د پانګونې مدیریت ادارې مسؤل پاول نولت «Paul Nolte» روېټرز خبري اژانس ته ویلي:

"اقتصادي بازار د هیلري کلینټن د کامیابۍ پر اساس جوړ شوی دی او د ډونالډ ټرمپ بریالیتوب به هغه خراب کړي، دا هغه څه دي چې په ځینو نظرپوښتنو کې د کاندیدانو تر منځ د واټن له کمېدو سره موږ لیدلي دي."

په امریکا کې د اسعارو یو مدیر مایکل اې ګایاد «Michael A. Gayed» وایي، په هغه صورت کې چې د نړۍ اقتصادي بازارونو د هیلري کلینټن پر بریالیتوب پانګونه کړې وي او ډونالډ ټرمپ انتخابات وګټي، داسې احتمال شته چې اقتصادي بازارونه له یوه تعدیل او اغېزناکې مرحلې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG