د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو په باړه کې د احتجاجي غونډې پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې د سیاسي فعال خان ولي اپرېدي په ګډون دې ټول هغه کسان خوشې کړي چې په وروستيو کې پولیسو نيولي دي.
د اتحاد یو مخکښ مشر زاهد الله اپرېدي د نومبر په ۱۲مه د باړې د خبریالانو مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال وويل چې پولیسو د يو مشهور فعال خان ولي اپرېدي په شمول ګڼ هغه کسان نيولي چې د اکتوبر پر ۱۱مه یې په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب په شوې جرګه کې ګډون کړی وو.
ده د فعالانو پر نیولو نیوکې وکړې. "که یو تن د پاکستان د ایین [له مخې] د خپلې رایې اظهار وکړي او د قوانینو په چوکاټ کې دننه د ترهګرۍ مخالفت وکړي، د بمي چاودنو او بدامنۍ خلاف غږ پورته کړي نو ایا ریاست به یې پر ضد د ترهګرۍ دفعې لګوي او نیسي به یې؟"
نوموړی وايي، خان ولي نه کله وسله پورته کړې ده او نه یې هم څوک وژلي دي، البته یوازې د خپلې رایې اظهار یې کړی دی او د بدامنۍ خلاف یې غږ پورته کړی دی نو هغه نیول کېږی.
اپرېدي خبرداری ورکړ چې که ګرفتار کسان ژر خوشې نه شي نو احتجاج به پراخه کړي.
پولیسو په مقدمه کې پر اپرېدي د ترهګرۍ ضد قانون، قتل او د ریاست پرضد د خلکو پارولو مادې شاملې کړې دي او د خیبر چارواکو یې نوم په څلورم جدول (فورت شیډول) کې اچولی دی.
فورت شيډول د پاکستان ايين هغه برخه ده چې له مخې یې حکومت د امنيت ساتلو لپاره قوانين جوړوي. حکومت چې په هغه جدول کې د یو کس نوم واچوي نو هغوی بیا له ملکه بهر سفر نه شي کولی، بانکي اکاونټونه یې کنګلېږي او پر کاروبار او تجارت کولو یې بندیز لګي.
د خیبر پولیس وايي چې خان ولي اپرېدي او د هغه شاوخوا ۴۰ ملګرو د اکتوبر پر ۱۰مه د باړې مرکزي څلورلاره تړلې وه او هلته یې یوې جلسې ته د وینا پر مهال د پاکستان د ریاستي او امنیتي ادارو پر ضد څرګندونې کړې وې. پولیس وايي، نوموړی یې د همدې تورونو پر اساس نیولی دی.
خو د خیبر سیاسي اتحاد دا تورونه رد کړي دي او وايي چې د خیبر د جرګې او بیا د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د هاوان توغندیو په برید کې د ماشومانو د وژنې پرضد تر احتجاج وروسته د سیمې د سیاسي او مدني فعالانو د نیولو سلسله چټکه شوې ده.
په خیبر کې د وکیلانو اتحادیې یو مشر فرهاد اپرېدي د نومبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، پر سیاسي او مدني فعالانو د ترهګرۍ او د قتل مقدمې درج کول د بنیادي بشري حقونو سرغړونه ده او حکومت ته په کار دي چې دا مقدمې ختمې کړي.
د خیبر پښتونخوا او د پاکستان وفاقي حکومتونو چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د خیبر د جمرود په رېګي للمه کې د پښتنو درې ورځنۍ لویې جرګې ته په پښتون مېشتو سیمو کې د ټولو ګوندونو مخکښ سیاستوالان، د صوبايي حکومت لوړپوړي چارواکي، د خیبر پښتونخوا ګورنر، د بېلابېلو ولسونو مشران، مدني فعالان، پوهان، هنرمندان، لیکوالان او په لسګونو زرو پښتانه ورغلي ول.
د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر ۱۳مه شپې ناوخته د جرګې ۲۲ پرېکړې اعلان کړې چې پکې یې یوه دا وه چې جرګه پوځ او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اسلامي دولت (داعش) په ګډون ټولو وسلوالو ډلو ته دوه میاشتې وخت ورکوي چې له پښتون مېشتو سیمو دې وځي.
وفاقي حکومت تر جرګې مخکې پر پي ټي اېم بندیز لګولی وو خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر، ګورنر او ګڼو وزیرانو په هغه جرګه کې تقریرونه کړي ول او ژمنه یې کړې وه چې د پي ټي اېم پر فعالانو درج شوې مقدمې به ختموي.