د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا انتخابات: تر دې دمه ډونالډ ټرمپ مخکې ښکاري


دونلډ ټرمپ
دونلډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایې اچونې پروسې له ختمېدو وروسته پایلې راڅرګندیږي چې ترمخه یې د ریپبلکن ګوند ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټ ګوند له نوماندې هیلري کلنټن څخه مخکې روان دی.

تر دې مهاله د مخې ته راغلیو پایلو ترمخه ټرمپ د ۲۵۰ په شاوخوا کې انتخاباتي حوضې ګټلې دي او د انتخاباتو د ګټلو لپاره د۲۷۰ انتخاباتي حوضو ګټل ضروري دي.

د ریپبلکن ګوند ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټ ګوند د هیلرۍ کلنټن څخه په اوهایو، شمالي کارولینا او فلوریډا کې مخکې دی. بل پلو هیلري کلنټن په نیویارک، ایلوناييز، او ورجینیا کې مخکښه ده. نوموړې تر دې وړاندې په نیو مکسیکو او کولاریډو کې هم بریمنه وه.

پرون هیلري کلنټن د خپل خاوند سره په نیو یارک کې خپله رایه استعمال کړه. ډونلډ ټرمپ په منهاتن سیمه کې د رایو په یو مرکز کې خپل ووټ استعمال کړ.

د امریکا نوی ولسمشر / ولسمشره به د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ په ۲۰ مه په سپینه ماڼۍ کې کار پيلوي.

XS
SM
MD
LG