د انځورونو په دې ګالرۍ کې د ډونلډ ټرمپ له کوچنیوالي تر ځوانۍ او بیا د ودونو او کاروبارونو حال لیدلی شئ.
په کاروبار او ټېلېوېژن کې د ډونلډ ټرمپ د ژوند ننداره
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر منتخب شوی دی. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټېلېوېژن او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.

۵
ټرمپ په ۱۹۷۷ز کال کې په چېکوسلوواکیا کې له زېږېدلې اېوانا زیلنیچکوفا سره واده وکړ. دا یې د ۱۹۸۹ز کال انځور دی. تر دې لنډه موده وروسته دواړه سره بېل شول. دواړو درې بچي لرل: اېرېک، اېوانکا او ډونلډ ټرمپ کشر.

۶
ټرمپ په ۱۹۹۳ز کال کې له ادکارې او ماډلې مارلا میپلز سره واده وکړ.

۷
ټرمپ او مارلا میپلز په ۱۹۹۵ز کال کې له خپلې لور ټېفني سره. دواړه په ۱۹۹۹ز کال کې جلا شول.

۸
ټرمپ په ۱۹۹۶ز کال کې د کایناتي پېغلي په نوم د ښکلا سیالیو کاروبار مشر شو. په دې انځور کې د وېنېزوېلا الېشیا ماشادو لیدل کېږي چې هغه کال یې سیالي ګټلې وه. نوموړې وروسته پر ټرمپ تور پورې کړ چې د دې سپکاوی یې کړی وو.