د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له ټرمپ سره ګډ کار ته ((سترګې په لار دی))


اسلام اباد - پاکستان وايي، د سیمې امن او ثبات او د اسلام اباد او واشنګټن ګډو ګټو لپاره د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر سره کار ته سترګې په لار دی.

د پنجشنبې پر ماسپښين د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس زکریا په اسلام اباد کې د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو نتیجو په اړه د خبریالانو پوښتنو ځواب ورکولو پر وخت وویل، د پاکستان سیاسي مشرتابه نوي ټاکل شوي امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي به لا پیاوړي کېږي:

((په امریکا کې د یو حکومت بدلېدل، جمهوري عمل دی. د پاکستان سیاسي مشرتابه د امریکا نوي منتخب شوي ولسمشر [ډونلډ ټرمپ] ته مبارکي ورکړې ده او د دې هیلې څرګندونه یې کړې چې پر کومو بنیادونو چې [د دواړو هېوادونو] اړیکي جوړ شوي، نو دا نه یوازې پخواني دي بلکې پیاوړي هم دي. موږ به خپل دوه اړخیزه اړیکي نور هم پیاوړي کوو. له امریکا سره زموږ اړیکي د پاکستان له جوړېدو سره سم، پیل شوي دي او له هغوی سره مو د سټراټیژیکې موافقې د شپږو برخو خبرې روانې دي چې پکې اقتصادي او دفاعي مرستې، پر سټراټیژیکو معاملو مرستې، د ترهګرۍ مخنیوی، تعلیم، ساینس او ټېکنالوژۍ په ډګرونو کې همکاري [شامل دي.] نو لنډه دا چې زموږ اړیکي پراخ دي او هیله لرو چې همداسې به مو تعلقات پر همدې بنیادونو مخې ته ځي.))

موږ به خپل دوه اړخیزه اړیکي نور هم پیاوړي کوو. له امریکا سره زموږ اړیکي د پاکستان له جوړېدو سره سم، پیل شوي دي.
نفیس زکریا

د ټرمپ له لوري د پاکستان او هند تر منځ په لانجو کې د منځګړي رول لوبولو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې نفیس زکریا وویل، د انتخاباتي کیمپېن پر وخت یې هم د هغه د څرګندونو هرکلی کړی وو او په راتلونکې کې به یې هم کوي.

تر دې مخکې، د چارشنبې پر ورځ د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي ول که امریکا غواړي د کشمیر پر موضوع د منځګړي رول ولوبوي نو اسلام اباد به یې هرکلی کوي.

پخوانی سفیر او د بهرنیو چارو پوه بېرېسټر زاهد سعید وايي، د ده په اند، د ډونلډ ټرمپ له راتګ سره به د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي د پخوا په څېر وي.

دی زیاتوي، د ټرمپ زیاته توجه د هند لوري ته ښکاري خو ګوري به چې څه کېږي.

XS
SM
MD
LG