لیکواله: مونا نصیر
سرچینه: دي نېشن ورځپاڼه
له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې دي نېشن د لیکوالې او شنونکې مونا نصیر لیکنه خپره کړې چې پکې راغلي، کله چې په افغانستان کې جنګ تود وو او پاکستان ته د جهاد او افغان کډوالو په اړه کروړونه ډالر ورروان ول نو هغه وخت هېچا نه ویل چې د پاکستان پر خاوره د افغانانو وجود د هغه هېواد اقتصاد او امنیت ته خطرې ولاړوي.
خو له کله چې نړیوال امدادونه بند شوي او د نړیوال سیاست مخ بل پلو اوښتی، نو ورسره د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پالیسۍ بدلې شوې دي.
مونا نصیر لیکي، پاکستانیو چارواکو شربت ګله د جعلي شناختي کارډ (پېژندپاڼې) جوړولو په تور ونیوله چې وروسته ورته یوه پاکستاني عدالت د ۱۵ ورځو بند او د څه باندې یو لاک روپیو جرمانې سزا واوروله.
نوموړې لیکي، په حقیقت کې شربت ګله د افغانانو او په ځانګړي ډول د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د بې وسۍ یو علامت دی.
د لیکوالې په خبره، اوس چې د افغان کډوالو په سر پاکستان ته پیسې نه ورځي نو هغه هېواد افغانان پر خپل اقتصاد یو بوج (بار) او د کورني امنیت لپاره خطر بولي چې د شربت ګلې قضیه یا پېښه یې یو تازه مثال دی.
مونا نصیر پوښتنه کوي، که خبره امنیت ته د خطر وي نو د القاعدې مشر اسامه بن لادن، د وسله والو طالبانو مشر ملا عمر او د همدې ډلې بل مشر ملا منصور درې واړه په ظاهره، په پاکستان کې اوسېدل او بن لادن او ملا منصور د پاکستان دننه ووژل شول – نو بیا ولې پاکستان د هغوی ضد کارروايي ونکړه؟
د لیکوالې په وینا، شربت ګلې له دې پرته چې د ځمکې پر یوه ټوټه یا ټکړه په ارام خپل ژوند تېر کړي، له پاکستانه نور هېڅ نه غوښتل.
په لیکنه کې راغلي، په ۱۹۷۹ز کال کې چې پاکستان ته د افغان کډوالو ورتګ پیل شو نو د پاکستان یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونو ورسره رابطې جوړې کړې چې مقصد یې خپلې ګټې او د ګوندونو اېجنډې پر مخ بیول او هغوی ته وده ورکول ول. بلخوا د پاکستان حکومت هم غوښتل چې د پښتنو افغان کډوالو له لارې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخه کړي.
د مونا نصیر په اند، اوس چې پاکستان د پولو انتظام (بارډر مېنېجمنټ) په نوم افغان کډوال له خپلې خاورې شړي یا هلته د افغانانو پر ورتګ بندیز لګوي نو د دې تر شا امنیت یا اقتصاد نه بلکې د افغانستان، پاکستان او امریکا هغه سیاسي حالات دي چې اسلام اباد غواړي د کډوالو ستونزو ولاړولوله لارې په پرده کې ځان ته د خپلې خوښې ځای بیا ومومي.