حکمتیار ویلي کوم خلک چې د یوې معتبره محکمې لهخوا تورن وي باید بخښنه وغواړي نه هغه چې د خپل ځان او هېواد دفاع یې کړې ده.
هغه دا خبرې د فرانسې خبري اژانس "اې.اف.پي" ته په یوه تازه غږیز پیغام کې کړې دي.
نوموړي ویلي:
"کوم کسان چې د یوې معتبره محکمې لهخوا د جنګي جنایتونو په خاطر تورن شوي وي باید بخښنه وغواړي. نه هغه چې جګړه پرې تحمیل شوې او د خپل ځان او هېواد دفاع یې کړې ده."
ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د امریکا متحده ایالتونو په تور لېسټ کې شامل دی.
په هغه تور پورې دی چې په افغانستان کې یې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶پورې د کورنۍ جګړې پر مهال زرګونه کسان وژلي دي.
د بشري حقونو مدافع ډلو او د ښځو ځینو ملاتړیو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تړون پرضد نیوکې هم کړي دي.
دغو فعالانو له حکومته غوښتي چې تړون ته دې بیا کتنه وکړي او حکمتیار ته د قضايي خوندیتوب اړوند ماده لېرې کړي.
حکمتیار له "اې.اېف.پي" سره په خبرو کې ویلي د سولې تړون په اړه د ښځو یوې لویې ټولنې نه بلکې کم شمېر ښځو اعتراض کړی چې د هغه په خبره د پام وړ نه دی.
افغان ولسمشر له حزب اسلامي سره د سولې تړون د روان کال د تلې (میزان) په اتمه نېټه لاسلیک کړ.
اخوا د بشري حقونو فعال او د پوهنتون استاد ډاکټر خواجه محمد عصامي وايي، حکمتیار حق لري چې داسې څرګندونې وکړي ځکه د ده په خبره تر اوسه کومې رسمي محکمې هغه تورن کړی نه دی.
دی وايي:
"که حکمتیار صاحب ووايي چې زه بخښنه نه غواړم او هغه څوک دې بخښنه وغواړي چې باصلاحیته محکمې تورن کړی وي دا د ده حق دی. د دې لپاره چې تر اوسه داسې عادلانه محکمه نه په افغانستان او نه هم په نړۍواله کچه دایره شوې چې هغه حکمتیار تورن وپېژني. په دې ترتیب باندې چې یوه عادلانه محکمه وي او طرف ونه نیسي هر څوک یې چې تورن وپېژندلو هغه باید خپل مجازات هم وګوري. خو مخکې له محاکمې داسې تورونه د بشري حقونو په اساس هم د باور وړ نه دي."
ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د جنګي جنایتونو د تور په اړه له بخښنې غوښتلو ډډه کړې چې افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د تعذیراتو له کمېټې غوښتي چې له حزباسلامي سره د کړي تړون په پلیکولو (تطبیق) کې همکاري وکړي.
له حزباسلامي سره په تړون کې په ګلبدین حکمتیار د بندیزونو لیرېکول یو مهم شرط دی.
صفي الله ستانکزی