د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا سمیع الحق د سند اسمبلۍ معطلولو غوښتنه کوي


مولانا سمیع الحق
مولانا سمیع الحق

دجميعت علماء اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق غوښتنه کړی چې د سند صوبايي اسمبلۍ دې معطله کړل شي. نوموړي تور لګولی چې یاده اسمبلي په زور د مذهب بدلولو خلاف قانون منظورولو په ترڅ کې غير اسلامي هلو ځلو ته وده ورکوي۔

د سېشنبې په ورځ مولانا سميع الحق مشال راډیو ته وويل د اسمبلۍ لخوا په دې قدغن لګول چې د چا مذهب به په زبردستۍ نه شي بدلولی سراسر د قرآن او سنت خلاف عمل دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا کار د پاکستان له آيئن سره هم مطابقت نه لري اوس چې د سند صوبايي اسمبلي د آیین خلاف بل پاسوي نو بيا هېڅ جواز نه جوړېږي چې پرځای پاته شي.

واضحه دې وي چې تيره اونۍ د سند اسمبلۍ اقليتونو ته تحفظ ورکولو لپاره د جرمونو خلاف قانون ۲۰۱۵ بل منظور کړی دی چې له مخې به یې په زور مذهب بدلولو کې نېغ په نېغه ککړ تن ته د پنځو کلونو او په دې کار کې مرسته کوونکي تن ته د درو کلونو د بند سزا ورکول کېږي.

مولانا سميع ا لحق وايي په اسلام کې هم دا نه شته چې په زور دې د یوچا مذهب بدل کړل شي خو د مذهب بدلولو لپاره د اتلسو کلونو د عمر شرط اېښودل سم نه دي.

"که يو بالغ سړی يا ښځه د خدای پاک په هدایت اسلام قبلوي او بچي ورسره غېر مسلمه وي نو آیا دوی به تر اتلسو کلونو عمر پورې انتظار کوي؟ نو په دې تناظر کې زه وايم چې دې نه به ډېرې ټولنیزې مسلې پېدا کيږي یعنې د دې بچو مستقبل به څه وي؟ بل دا چې اقليتې ټولنې په پاکستان کې د خپل مذهب له تبلیغه نه منعې کول کیږي نو پکار دي چې په دې هېواد کې د اسلام په خورولو هم بندیز نه وي."

د مولانا سميع الحق هم دا راز وویل چې په پاکستان کې د قرآن او سنت ضد قوانینو جوړولو باندې سزا پکار ده۔

خو بل د پېپلز ګوند سېنېټر ګيان چند وايي د دې قانون ضرورت ځکه محسوس شو چې په دې هېواد کې له تیرې څه مودې راهیسې د اقليتونو په زوره د مذهب بدلولو پېښي زياتې شوي دي او په نتیجه کې یې نه یوازې اقليتونه د ستونزو سره مخامخ شوي بلکې په نړيواله کچه د پاکستان بدنامي هم کېږي.

"دا قانون سازي ده څه الهامي کتاب نه دې. په دې کې هر وخت د بهترۍ ګنجایش وي. که په دې قانون کې چیرته څه غلطې وي نو پیپلز ګوند یې لیرېکولو ته تیار دی. خو د دې قانون له عمليکېدو ورستو به په زوره د مذهب بدلولو پېښو کې کمی راشي او نړۍ ته به يو مثبت پېغام ورسي چې په پاکستان کې د ټولو طبقاتو د حقونو خيال ساتل کېږي."

په سند اسمبلۍ کې د منظور شوي دغه قانون تر مخه یو تن هم د اتلسو کلونو عمر ته رسېدلو نه وړاندی مذهب نه شي بدلولی۔

XS
SM
MD
LG