د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کم شوی


د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کم شوی
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کم شوی

د افغانستان د تجارت او صنعت د وزارت چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان تجارتي حجم د زیاتیدلو په ځای په تېرو دوو کلونو کي کم شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د دوه زره څلورم نه راپدېخوا، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه اشاره پنځه اربه ډالرو تجارت، یو اشاره څلور اربه ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د پاکستان او افغانستان سوداګر وايي ددې وجه د پاکستان او افغانستان ترمينځ سیاسي تاو تریخوالی دی او باید سیاسي اختلافاتو او تجارتي اړیکو ته په یو نظر ونه کتل شي.

په پېښور کي د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر (وکیل تجار ) میرویس یوسفزي مشال راډیو ته وویل د ۲۰۱۶م لپاره د پاکستان او افغانستان د تجارت لپاره د پنځه اربه ډالرو هدف ټاکل شوی و خو د ۲۰۱۴م راهېسې د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اربه پنځه اربه ډالرو روان تجارت د زیاتېدلو په ځای یو اشاریه پنځه اربه ډالرو ته راکم شو.

میروېس یوسفزی زیاتوي، ددې وجه د دواړو هېوادونو ترمېنځ سیاسي تاو تریخوالی دی او بايد تجارت ته د سیاسي اختلافاتو په چوکاټ کی ونه کتل شي:

« د پاکستان او افغانسان ترمېنځ چې کوم سیاسي کشمکش راپېدا کیږي نو د هغې اثر په تجارت هم وي. »

پېښور کي د خېبر پښتونخوا چېمبر اف کامرس مشر حاجې افضل هم دا خبره محسوسوي چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د خرابو اړیکو له وجې د خېبر پښتونخوا په تاجرانو بد اغېز پرېوتی دی:

«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي حجم د راټېټیدو وجه دا ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لانجو په کاروباري حلقو اغېز شیندلی دی. همدا لامل دی چې افغانستان ته د صاراتو کچه هم راټيټه شوې ده.»

په پېښور کې د افغانستان وکیل تجار میرویس یوسفزی وايي، په تورخم پوله د تګ راتګ د عمل سختولو له وجې اوس د افغانستان سوداګر پاکستان ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي او د افغانستان دولت اوس د پاکستان پر ځای د نورو ګاونډیو هېوادونو سره د تجارت کولو لپاره لارې چارې لټوي.

XS
SM
MD
LG