داعش زابل کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي
د افغانستان د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې داعش او نورو بهرنیو وسلهوالو ډلو د روزنې مرکزونه جوړ کړي. د زابل امنیه قوماندان جنرال میرویس نورزی وايي چې د دغه ولایت لیرو پرتو غرنیو سیمو کې داعش او نورو وسلهوالو ډلو مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې نویو ځوانانو ته جنګي روزنه ورکوي څو راتلونکي کې د جګړې لپاره کار ځینې واخلي. ویډیو: محمدصادق رښتني، ایډیت: تمیم اخګر