"د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ولاړو خبرو پيلولو هڅې کوو"
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي وړاندیز یې کړی دی چې د پاکستان سياسي ګوندونو پر غړیو مشتمل يو غټ پلاوی کابل ته ولاړ شي چې له افغان مشرانو سره د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړيکو پر بیا ښه کولو خبرې وکړي. نوموړی د مشال راډيو همکار مجيد بابر سره په مرکه کې وويل بايد چې پاکستان په عمل کې هم افغانستان يو خپلواکه رياست ومني. د ده په خبره که دوی په افغانستان کې د امن په راوستو کې مرسته و نه کړه نو بيا د اقتصادي راهدارۍ په ګډون يوه پرمختيايې پروژه هم نه شي کاميابېدلی. د محمود خان اڅکزي څرګندونې په دې غږیزه مرکه کې اورېدلای شئ:
برخې
-
نومبر ۰۸, ۲۰۲۴
منصور مسيد وايي په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ خپل وجوهات دي
-
اکتوبر ۲۰, ۲۰۲۴
ډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده