د افغانستان د ختیځو ولایتونو د دهقاني کوپراتيفونو او د وريجو د پروسس او بسته بندۍ د فابريکې د مسوولینو تر منځ دغه کرنيز تړون د چارشنبې په ورځ د ننګرهار په زراعتي او تحقیقاتي فارم کې لاسليک شو چې له مخې به يې بزګرانو سره په کرنيزو چارو کې مرسته کوي.
د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رييس رفیع الله رحیمزي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دا تړون به بزګران په دې باوري کړي چې حاصلاتو ته يې بازار شته دی:
(( د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وپتېله چې په ننګرهار او کندوز کې چې زیاتې وريجې کرل کېږي، له بزګرانو سره مرسته وکړي. دغه بزګران به د سيمع ابراهيم په نوم چې کومه کمپنۍ چې د وريجو د پروسس لپاره جوړه شوې، دوی سره يو قرارداد لاسليکوي چې دغه بزګران په دې متیقین شي چې د دوی حاصلاتو ته مارکېټ شته دی.))
د یاد شرکت يو تن مسوول رحيمداد وايي چې د دغه تړون له مخې به د کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو بزګرانو ته د وریجو اصلاح شوي تخمونه، کیماوي سرې، زراعتي درمل او واړه پورونه ورکول کيږي:
(( له درې نیم زره دهقانانو سره دغه تړون د سميع ابراهيم کمپنۍ امضا کوي چې په راروانو فصلونو کې به دوی ته زراعتي خدمات ورکول کيږي، اصلاحي تخمونه به ورکول کېږي، وړې قرضې به ورکول کېږي، درمل به ورکول کېږي او دوی سره به لازمې مرستې کوي.))
بزګران خوشاله و چې په کرنيزو چارو کې ورسره مرسته کېږي. د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍ د دهقاني کوپراتیف مشر مسافر وايي، که اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي، دوی به په دې وتوانېږي چې د وريجو حاصلات د ګاونډيو هېوادونو په څېر لوړ کړي.
(( که موږ ته اصلاح شوي تخمونه راکړل شي نو کېدای شي چې زموږ حاصلات د هند او پاکستان په څېر لوړ شي. موږ دوی سره همکارۍ ته تیار یو، قرضې هم ورنه اخلو او په ځمکو کې ورته شولې کرو.))
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د دهقاني کوپراتيف يو تن غړی ملک نظام الدین مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، په کرنيزو چارو کې له بزګرانو سره له مرستې نه خوشاله دی.
(( دا تړون موږ ته په دې ښه دی چې موږ بزګران هر وخت احتیاج یوو او موږ سره چې د سرې او تخمونو کمک کوي، نو موږ ورته ډېر خوشاله يوو.))
په دغه کرنيز تړون کې دا هم ذکر شوي چې بزګران به د وریجو حاصلات د ورځې په نرځ په یاد شرکت پلوري.
د افغانستان د کرنې وزارت په مرسته په ننګرهار کې د وريجو د پروسس او بسته بندۍ له کمپنۍ او د شرقي ولایتونو د بزګرانو تر منځ يو تړون لاسليک شو چې له مخې به يې یاده کمپنۍ بزګرانو ته په خپلو ځمکو کې د شولو د کرلو لپاره اصلاح شوي، تخمونه، کیماوي سرې، زراعتي درمل او واړه پورونه ورکوي.