د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځوانان د کرکټ وسایل او میدانونه غواړي


د خوست ځوانان د لوبو مینوال دي.
د خوست ځوانان د لوبو مینوال دي.

د خوست د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ځوانان وايي، چې د کرکټ له لوبې سره مینه لري او په وزګارو وختونو کې يې تمرینونه کوي، خو د سپورټ میدانونه او نور تخنیکي وسایل نلري.

دوی یادې څرګندونې یکشنبې په ورځ د کرکټ د لسو ټیمونو تر منځ د هغو سیالیو په پای کې مشال راډیو ته وکړې، چې له ۲۵ ورځو راهیسې د سپیرې د سرحدي ولسوالۍ د سورکښ په نوم د یو لوی کلي سره نږدې د غرونو په لمن کې جوړې شوې وې.

د خوست ځوانان د کرکټ سره زیاته مینه لري.
د خوست ځوانان د کرکټ سره زیاته مینه لري.

د ټورنمنټ مالي او تخینکي چارې چې په سویل خیتځ زون کې د ورزش او ځوانانو د پرمخیتايي سازمان پر غاړه وې، د هرې لوبې نندارې ته به د نږدې کلیو مشران او ځوانان راتلل او خپل ځوان ورزشکاران به يې هڅول.

د یاد سازمان مشر یونس اهنګر د کریکټ د دې سیالیو په باب وویل:

«د ورزش او ځوانانو پرمختیايي سازمان لخوا چې د کرکټ کوم ټورنمنټ ۲۵ ورځې مخکې پیل شوی و، نن يې پای لوبه وه، دغه ټورنمنټ موږه د سپیرې ولسوالۍ په سور کښ کلي کې نیولی و.»

یونس اهنګر زیاتوي، چې د ورزش او ځوانانو پرمختیايي سازمان پلان لري، چې د خوست په نورو ولسوالیو کې هم په بیلابیلو برخو کې ورته ورزشي ټورنمنټونه جوړ کړي.

د خوست ځوانان د کرکټ سره زیاته مینه لري.
د خوست ځوانان د کرکټ سره زیاته مینه لري.

د خوست د لرې پرتو سیمو ځوان ورزشکاران که له یوې خوا دا ډول پروګرامونه ګټور بولي، بل لوري ته د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې دوی لپاره دې په اطرافي سیمو کې ورزشي میدانونه جوړ شي.

په سپیرې ولسوالۍ کې د کریکټ د سیالیو یو تن لوبغاړی وايي:

« زه زمری د توفان ټیم کپتان، دا ټورنمنټ چې د لسو ټیمونو تر منځ مخکې په لاره اچول شوی و، موږ يې د جوړولو څخه ډېر خوښ یو، موږ ته دې سپورټي میدان جوړ شي، ځکه میدانونه نلرو، تر اوسه د ورزش په هکله هېڅ همکاري راسره نده شوې.»

یو بل تن ورزشکار هم خپلې غوښتنې په دې ډول وړاندې کوي:

« نوم مې نعمت الله ړنګ دی، د کرکټ لوبغاړی یم، موږ له دوی غواړو چې په راتلونکې کې نور ښکلي ټورنمینټونه هم جوړ کړي، زموږ خلک د کرکټ ډېر علاقمند دي او مینه ورسره لري، موږ غواړو چې دوی راته په راتلونکې کې یو ښکلی میدان جوړ کړي، ځکه دا میدان خو تاسو په خپله وینئ، د ګزارې میدان دی او د کرکټ د تخنیکي وسایلو مرستې دې راسره وکړي.»

په خوست کې د کرکټ فدراسیون مشر سید عالم یادې سیالۍ له دې کبله ګټورې او با اهمیته بولي چې د خوست د ټولو سیمو ځوانو استعدادونو ښکاره کولو ته پکې لاره برابره شوه او څرګنده شوه، چې په لرو پرتو سیمو کې ښه او وړ استعدادونه شته چې باید ورزشي اسانتیاوې ورته برابرې شي.

سیدعالم زیاتوي:

« کرکټ اوس څه نا څه پرمختګ کړی دی، ښه ښه لوبغاړي پکې موجود دي او دغه ټورنمنټ هم چې تر سره شو، هدف یې دا و چې د ولسوالیو هغه کسان چې په سپورټ کې استعدادونه لري خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي.»

د یادونې وړ ده چې په خوست کې دا مهال په لسګونو زره ځوانان په ورزشونو بوخت دي چې د کتونکو په وینا د ورزشي لوبغالو، سپورټي وسایلو او مسلکي روزنکو کمښت يې د پرمختګ مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG