د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم او چمن تګ راتګ پیل شو


د تورخم دروازه پوره ۳۴ ورځې پس د نوي کال په ګهیځ شپږنيمې بجې د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مسول ادریس مومند وايي، د دروازې له پرانستلو سره سم مساپرو او لویو ګاډو پر تورخم دروازه تګ راتګ پيل کړ. نوموړی زیاتوي هر هغه تن چې قانوني اسناد ولري بې له ستونزې دواړو غاړو ته تلی شي.

مومند وویل، پر تورخم دروازه د مساپرو او لویو ګاډو ګڼې ګوڼې ته په کتو یې د پلټنو مرکزونو زیاتولو لپاره نور ځواکونه هم استولي دي او د امنيت خوندیتوب لپاره یې هم بشپړ چمتوالی نیولی دی.

په تورخم کې د کډوالو ریاست کارکوونکی فریدالله وايي، د تورخم دروازې په خلاصېدو سره خلک ډېر خوښ دي او تر ډېر انتظار وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول.

دی وايي، هغه مساپر چې د تورخم په دروازه خپل هېواد ته ور-اوړي د هغوی لپاره یې د دروازې دې غاړې ته پوره اسانتیاوې برابرې شوي.

د فریدالله په خبره د ناروغانو لپاره د ډاکټرانو کاري ټیم په سیمه کې دی او دارنګه د ناروغانو د لېږد لپاره امبولانسونه هم موجود دي.

په چمن کې د یوه ځايي خبریال نور زمان اڅکزي په وینا چې دسرحدی عسکرو له لوري سخت امنیتي ګامونه پورته شوي دي. سرحدي عسکر د دواړو هېوادو ترمنځ د تلونکیو راتلونکیو کسانو پارسپورټ، شناختي کارډونه او نور اسناد ګوري او بیا پر پوله د اوښتو اجازه کوي. د دې ترڅنګ هغه سلګونه لاریانو او کنټېنرانو ته هم اجازه ورکول شوې ده چې د افغان ټرانزټ ټرېډ په مالونو بار د پولې بندېدو له امله په چمن او سپین پولدک کې ولاړې وې.

د پولې پر خلاصېدو د چمن سوداګرو ډېره خوشالي ښودلې او د میا نوازشریف د دې ګام ستاینه یې کړې ده.

بلخوا د بلوچستان د تعلیم صوبايي وزیر عبدالرحیم زیاتوال هم په خپل غبرګون کې د وزیراعظم نواز شریف مننه وکړه چې په خپل ځاني حکم یې پوله خلاصه کړه.

نوموړی زیاتوي د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټرانزیټ ټرېډ تړون لاسلیک شوي دي. افغانستان پر وچه ځمکه پروت هېواد دی، سمندرته لاره نه لري. د تړون له مخې که د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاندې باندې کېږي نو هغه پکار نه ده چې د خلکو او تجارت پرمخ پوله بنده شي.

زیارتوال د دواړو هېوادونو له چارواکیو غوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې باید دغه پوله بنده نه کړي.

زیارتوال وویل، د افغانستان زیاتره ضروریات له پاکستانه د دغه پولې له لارې پوره کېږي او دغه ډول پاکستان له نړۍ سره خپله سوداګري د افغانستان له لارې کوي ځکه چې د افغانستان پر یوه څلورلاره یو چوک پروت دی. د نړۍ د یوې او بلي خوا د شیانو ترسیل د افغانستان له لارې کېږي.

هغه وویل د افغانستان پولي یو اړخ او بل اړخ ته پراته افغانان او پښتانه پر پوله چې کوم تجارت کېږي په هغه کې برخه وال دي. له یوې میاشتې د پولې بندولو له امله د دواړو هېوادونو سوداګري ته لوی مالي زیان اړولی دی.

په پاکستان کې د سږني کال په فبرورۍ میاشت کې د پنجاب په لاهور د سیند په سېوڼ او دغه ډول په قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د یولړ ځانمرګیو بریدونو او بمي چادونو وروسته له افغانستان سره پر ډیورنډکرښه هر ډول تګ راتګ ودراوه او ادعا یې کوله چې په بریدونو کې ښکېل ترهګر د کرښې له هغې غاړې وراوښتي او وراوړي نو ځکه یې د مخنیوي په موخه پوله تړلې ده. که څه هم د مارچ په اوومه او اتمه نېټه د دوو ورځو لپاره یوازې د مساپرو پرمخ خلاصې شوې وې خو دا ځل د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د دوشنبې ورځ په یوه فرمان کې له افغانستان سره د تړلیو ټولو لارو پرانستلو امر وکړ.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG