د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممنون حسېن: پاکستان تر پخوا زیات خوندي دی


د پاکستان د ورځې خصوصي دستورې په موقع ولسمشر ممنون حسېن ویلي دي چې له ملکه یې د سختدریځۍ د بیانیې بنیاد له بېخه اېستلی دی.

د زیارت ورځ د پاکستان ورځې په مناسبت د اسلام اباد په شکرپړیا کې پوځي پرېډ خصوصی دستورې ته د خپلې وېنا پرمهال د ولسمشر ممنون حسېن وېنا وه چې پاکستان مخکې نه زیات محفوظه دې او مقصد یې نړیوال او سیمه ایز امن یقیني کول دي.

د پاکستان د ولسمشر ممنون حسېن زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرې پرضد پرعزمه دې.

،، زه واضحه کم چې د اپرېشن ضرب عضب نه پس د ردلفساد ترلاندې به د پاتې شوې وسله والو پرضد به کاروایانې جاري وي. او د الله تعالی په حکم به د فتنې سرهمېش لپاره ختم کړې شی. په دې لړکې دا خبره د اطمینان وړ ده چې د پاکستان قام د ترهګرې پرضد کوم عزم سره د پاکستان پوځ او قانون نافذ کونکې ادارو ملګرتیا وکړه نو د دې نه د سخت دریځې د بیانیې بنیاد له بيخه وتې،،

خپل خطاب کې ښاغلې ممنون حسېن ووېل چې پاکستان ټولې نړې او ګاونډي هېوادونو سره امن غواړي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن هند ته یو وارې بیا د مزاکراتو بلنه هم وکړه او وې وېل غواړو چې د برصغیر د تقسیم نامکمله اېجنډا کشمیر د ملګرو ملتونو د قرار دادونو په رڼا کې دې هواره کړې شي.

ولسمشر ممنون حسېن په وېنا چې د پاکستان معیشیت مستحکم شوې او د پاکستان او چین ترمېنځه اقتصادي راهدارې دواړو ملکونو لپاره د ترقۍ لار پرانستلې.

د پاکستان د ورځې په مناسبت د اسلام اباد په شکرپړیا کې پوځي پرېډ په موقع په دې خصوصي دستوره کې د پاکستان وزیراعظم، درې واړو پوځونومشرانو ، وفاقي وزیرانو او غېرملکي سفیرانو ګډون کړې وو.

په دې موقع په وړمبي ځل د چین ، ترکي او د سعودي عرب پوځي دستو هم په پوځي پرېډ کې ګډون وکړو.

د چین پوځي دستې په وړومبي ځل په یو نړیوال پوځي پرېډ کې برخه اخیستې.

د دې خصوصي دسوترې په موقع د اسلام اباد او رالپننډې لارې د امنیت په غرض تړل شوې وې او موبایل سنګلې هم بندې کړې شوې وې.

په اسلام اباد کې ځایې په ځایې پولیسو سره د درې وارړو پوځی اهلکاران هم ولاړ دي.

واضحه دي وي چې کال ۱۹۴۰ کې په درویشتم مارچ لاهور کې د پاکستان د جوړولو قرار داد منظور شوې وو.

XS
SM
MD
LG