د پاناما اسنادو کېس اورېدنه د سپريم کورټ جج جسټس آصف سعيد کوسه په مشرۍ کې پنځه کسيزه بنچ کړې وه او دفرورۍ په ۲۳مه کې د دې کېس فيصله محفوظه ساتلې شوې وه۔
د سپريم کورټ په ويب پانړې جاري شوې د یو خبر پاڼې مطابق د کېس فيصله به سبا له د زیارت په ورځ ماسپښين کې اورول کېږي۔
د۲۰۱۶م اپریل په مياشت کې په پاناما اسنادو کې د پاکستان د سیاستوالو او د شتمنو کشانو نومونه راتلو وروسته پاکستان کې د سياستوالو د احتساب خبرې پیل شوی وې ۔
په دغه اسنادو کې د پاکستان وزير اعظم او د بچو په نوم په بهر ملکونو کې کمپنو له وجې د ملک په سياست کېشخړې را مخې ته شوي دي او د وزير اعظم د احتساب لپاره اپوزيشن ګوندونو تحريک انصاف،جماعت اسلامي او عوامي مسلم ليګ ګوند په سپريم کورټ کې آيني درخواستونه جمع کړل۔
د کېس د فیصلې په اړه د قانوني چارو کار پوه قاضي انور وايي چې بايد د سپريم کورټ په فيصلو يوې ډلې ته هم اعتراض نه وي خو د کېس د نوعيت او ټول حقایق مخې ته راتلو وروسته دا سې معلومېږي چې وزير اعظم نا اهله کېدې نشي خو په دې کېس جوډيشل کمېشن جوړېدای شي.
((زما خپل خيال کې خو به د وزير اعظم د ناهيلې خبره نه وي ځکه چې په وزير اعظم نېغ په نېغه شهادت نه دې وړاندې کړل شوي خو زيات نه زيات دا خبره کېدای شي چې يو کمېشن پري جوړېدای شي او دا دې وګوري چې په انګلينډ کې چې کوم فلېټونه دي د دې پېسې د کومې راغلې ځکه چې يو فريق هم د دې په اړه څه ثبوت نه دې وړاندې کړې))
يو بل د سياسي چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر غلام مصطفا وايي که د عدالت لخوا هر قسمه فيصله راځي نو پکار ده چې سياستوال او سياسي ګوندونه يې تسليم کړي ځکه چې له دې سره به ادارې مضبوطېږي او د ولس به په ادارو باور پېدا کېږي.
د ده په وینا چې عدالت به يو داسې فيصله کوي چې په راتلونکې کې به بيا خلک ځان د احتساب لپاره تيار ساتي.
(( عدالت کله هم يو داسې فيصله نه کوې چې د هغي نه رياست ته د رياست امورو ته يا نظام ته ترې فورې نقصان ورسي خو يو غټه فيصله به وشي او يو لاره به خلاصه شي چې يو کس بيا زياتې نه کوي نو د دې ويري له وجې به په ملک کې مکمل خو نه خو لږ لږ به په کرپشن کې کمې راشي۔ځکه چې د کرپشن مخنيوي لپاره څه د لاره راوېستو ضرورت وي نو دا فيصله چې ده دا د کرپشن مخنيوي لپاره يوه لاره ده))
د۲۰۱۶م کال د نومبر په وړومبۍ نېټه د پاناما اسنادو کېس اورېدنه پیل شوهاو تر ۲۳د فرورۍ۲۰۱۷ پورې يې ۲۶ اورېدنې شوي دي۔
د سپريم کورټ چيف جسټس انور ظهير جمالي د نوکرۍ موده ختمېدو له وجې دا کېس د ۲۰۱۷مد دسمبر په مياشت کې ځنډول شوی وو او د سږ کال په جنورۍ کې دا کېس يو ځل بيا له سره پیل شو او عدالت دا فيصلهکړې وه چې د پاناما کېس اورېدنه به اوس په امروزه بنيادونو کېږي وروسته چې په۲۳ فرورۍ د کېس فيصله محفوظه وساتلې شوه.