د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان پوځ خلاف مواد نه زغمو'


د پاکستان داخله چارو وفاقي وزير چودري نثار ويلي دي چې پر ټولنيزو رسنيو هېڅ قسمه بندېز نه لګوي خو د رايې اظهار په نوم د مذهب، پوځ او قامي ادارو سپکاوی به هېڅکله و نه زغمي.

بېګا ماښام د نهې په ورځ په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې په موقع چودر نثار علي خان وویل، په ټولنيزو رسنيو په لوی مقدار د سپکاوي مواد په لیدل شوي او د مذهب سپکولو مواد پکې تر ټولو زيات ول چې د بيانولو نه دي.

د کورنیو چارو وزیر وویل پر سوشل مېډيا د مذهب سپکاوي مواد کتلو پس د اسلامي ملکونو سفيرانو سره هم خبرې شوې او فېسبوک هم په دغه مواد لېرېکولو کې موږ سره مرستې وکړې.خو موږ به دا معامله د اسلامي ملکونو تنظیم ( او ای سي) ته وړو ځکه چې له مذهب پرته موږ هېڅ مهم نه بولو.

چودري نثار زياته کړه چې له تېرو دوو هفتو راهیسې پر سوشل ميډيا د پاکستان پوځ خلاف د سپکاوي پوسټونه راغلي ول د څه پس چې وزير اعظم ماته امر وکړو او د هغې ورستو د دغه کسانو خلاف کاروايانې شروع شوې.

د چودري نثار په وېنا په سوشل ميډيا هيڅکله بندېز نه لګوي خو د ملک ايني ادارو سپکاوي به هېڅکله نه برداشت کوي او په دې کې د ککړو کسانو خلاف به سخت ګامونه پورته کېږي.

''د سوشل ميډيا خلاف هېڅ يو کاروايي روانه نه ده خو چې څوک له دې لارې زموږ اقدار متاثره کوي د هغوی خلاف به کاروايانې کېږي او هغوي به د قانون تر چوکاټ لاندې راوستل کېږي. زموږ آئين او قانون دا وايي چې د پوځ او عدليې دې سپکاوې نه کېږي نو څوک چې د آئين او قانون خلاف ځي د هغي پر ضد به کاروايانې کوو. د کوم يو ملک آئين او قانون بې شناخته او په پټه په سوشل ميډيا د ليکلو اجازه ورکوي.او چې کله دغه خلکو نه تپوس وشينو بيا وايې چې دا زما د رايې اظهار آزادي ده.د رايې اظهار کولو ازادي دا وي چې چوک څه هم ليکي په خپل نوم ليکي.''

د داخلې وزير خبري غونډه کې ووېل چې په سوشل ميډيا د پوځ پر ضد د سپکاوي بيانونو راتلو نه پس څه کسان د پلټنو لپاره نيول شوي دي خو ورسره سم دغه کسانو ته قانوني مرستي هم ورکړي شوي دي.

''دغه کسان موږ رابلو او تپوس ترې کوو چې دغه پوسټونه تصديق شي په زور يې نه راولو بلکې دوي له موږ د وکيل کولو اجازت ورکړې چې څوک ځان سره خپل وکيل راولي او چې څوک نه راولي نو دا د هغوي خوښه. خو که يو کس خپله غلطي نه مني او د خپل پوستونو نه انکار کوي نو د دوي د ليپ ټاپ او موبايلو به فرانزک تېسټ کولې شي او که موږ ته ثبوتونه ميلاو شو نو مږ به دغي کسان نيسو او جرمانې به پرې لګوو.''

واضحه دې وي چې په ټولنيزو رسنيو د پوځ خلاف ليکونکيو پر ضد يو اوونۍ وړاندې د چودري نثار علي خان په وېنا کاروايانې شروع کړې شوې دي.

چودري نثاردا امر هغه وخت جاري کړو کله چې د مې په لسمه نېټه د ډان ليکس په اړه د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې آئي ايس پي ار خپل توېټ واپس واخيستو او د هغي پس په سوشل ميډيا په دې لړ کې تنقيدونه وشو.

XS
SM
MD
LG