د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د افغانستان په حالاتو غمجن یو خو الزامونه یې نه منو


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه ويلي دي چې افغانستان حکومت دې پر پاکستان د تور لګولو پر ځای خپلو داخلي مسئلو ته توجو ورکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې اې اېس پي آر لخوا جاري شوي يو بيان تر مخه د سېشنبې په ماښام د پنډۍ په جنرل هېډ کوارټرز کې د کور کمانډرانو غونډه وشوه چې پکې په افغانستان کې د ترسره شویو حملو وروسته د سيمې امنيتي جاج واخېستل شو۔

په یاده غونډه کې د کابل د وروستیو بریدونو نه پس پر پاکستان د لګول شویو بریدونو په اړه وویل شول چې پاکستان د افغانستان د بدامنۍ مسئول نه دی او لګول شوي تورونه بې بنیاده دي.

په کابل کې د وروستۍ ځانمرګې حملې نه پس افغان حکومت ویلي وو چې د برید مسولیت د حقاني شبکې په غاړه دی چا چې د پاکستان د څارګرې ادارې ايي ایس ايي په مرسته ترسره کړی دی. په دې برید کې تر سلو پورې کسان وژل شوي او له څلور سوو زیات ژوبل شوي وو.

ايي ایس پي ار وايي، د پوځ په دې مهمه غونډه کې د افغانستان سره خواخوږي ښکاره کړل شوه او د سختدریځۍ او ترهګرۍ خلاف په جنګ کې ورسره د مرستې ژمنه هم وشوه.

د پاکستان د پوځ دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې د سېشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د کابل پروسې په غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا ویل شوي وو چې پاکستان په افغانستان کې سولې راوستو کې مرسته نه کوي او غېر اعلاني جنګ يې جوړ کړی دی.

د افغانستان د ولسمشر د بيان او په پاکستان د تورونو لګولو په اړه د دفاعي چارو کار پوه پخوانی بريګډير اسد منير وايي چې افغانستان ته په خپلو داخلي چارو او په امنيتي پاليسو توجو ورکول پکار دي۔

« د دې حل دا دی چې کابل او اسلام اباد دې یو بل ته لاس ورکړي او وسله وال دې یو ځای کېدو ته نه پرېږدي. پر یو بل الزامونه لګول مسئله نشي هوارولی.»

خو بل پلو په افغانستان کې حکومتي چارواکي، کارپوهان او عام ولس پاکستان ته د شک په نظر ګوري او انګیري چې نه یواځې دا چې د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې پاکستان د افغانستان سره مرسته نه کوي بلکې هغه وسله والې ډلې هم حمایه کوي چې د افغانستان په داخل کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG