د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اختر کې د پښتنو هنرمندانو نوې سندرې


کرن خان وايي خپلې سندرې د ټولنیزې میډیا له لارې خپروي
کرن خان وايي خپلې سندرې د ټولنیزې میډیا له لارې خپروي

څو کلونه مخکينۍ خبره ده چې کوچنی اختر به رانيزدې شو نو د پښتو نويو سندرو تر لاسه کولو لپاره به په بازارونو کې د کيسټونو پر دوکانو د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوه.خو له هغه راهيسې چې په سيمه کې انټرنيټي او مخابراتي شبکې فعاله شوي، د پښتو موسيقۍ مارکيټ خپل خوند او مزه له لاسه ورکړي.د دې باوجود، پښتانه سندرغاړي هڅه کوي د اختر لپاره نوې سندرې جوړې او خپلو مينه والو ته ورسوي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

سندرغاړی کرن خان وايي، په دې لن‌‌‌‌‌‌ډو ورځو کې يې دوه نوې سندرې (يوه د رحمان بابا قوالي او بله د پير محمد کاروان غزل) پر انټرنيټ خپرې کړي.

« نور کله به موږ البمونه دوکانونو ته ورکول، خو اوس چون هغه کيسه ختمه شوې نو سندرې مو د ټولنيزې ميډيا له لارې خپريږي. زه پر يوټيوب او د ټولنيزې ميډيا پر يو شمېر نورو سايټونو خپلې سندرې ورکوم او له اوریدونکو يې هيله لرم چې زما فيس بک پاڼې ته سر ورښکاره او هم له هغه ځايه زما سندرې له خپلو ملګرو سره شريکې کړي.»

موږ مجبور يو چې خپلې سندرې د موبايل ټيليفونو دوکاندارانو ته ورکړو چې هغوی يې د يوه البوم په ترڅ کې د خلکو موبايلو ته واچوي.
د کوټې هنرمند طاهر فېروز

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتو ژبې سندرغاړی طاهر فيروز وايي، يو شمېر نوې سندرې يې د موبايل ټيليفونو دوکاندارانو ته ورکړي چې ورته يې خپرې کړي.

« په کوټه کې زموږ ستونزه دا ده چې ميوزک سنټرونه نه لرو. موږ مجبور يو چې خپلې سندرې د موبايل ټيليفونو دوکاندارانو ته ورکړو چې هغوی يې د يوه البوم په ترڅ کې د خلکو موبايلو ته واچوي. د دې کوچني اختر لپاره زه هم خپلې يو شمېر نوې سندرې له همدغه لارې خپروم.»

اسفندیار مومند وايي اختر له یې نوې سندرې ریکارډ کړې دي.
اسفندیار مومند وايي اختر له یې نوې سندرې ریکارډ کړې دي.

د چارسدې اسفنديار مومند بيا خپلو مينه والو ته زېری لري چې د اختر په شپو ورځو کې به دوی وکولای شي د ده نوې ټپې او د پښتو فلم لپاره ويلې يوه سندره يې واوري.

« د ورکوټي اختر لپاره مې ټپې ثبت کړي او د خيال محمد صيب يو مشهور غزل (هسې شوه خفه رانه ليلا په ټوکو ټوکو کې..) مې له نويو سازونو سره ويلی دی. د دې تر څنګ، د پښتو د يوه نوي فلم لپاره مې د ممتاز اورکزي يو کلام او همداراز يوه پخوانۍ بدله هم ثبت کړې، چې په اختر کې به يې زما د سندرو مينه وال واوري.»

يو شمېر نورو سندرغاړو لکه، حشمت سهار، صادق اپريدي، اشرف ګلزار او کمال عزيز هم نوې سندرې جوړې کړي او وايي چې په کوچني اختر کې به يې د پښتو موسيقۍ اوريدونکو ته ډالۍ کړي.

XS
SM
MD
LG