د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیپېک مغربي لار به ۲۰۱۸م کال کې بشپړه شي


د پاکستان قامی اسمبلۍ د مواصلاتو قایمه کمېټۍ وایي چې تر وړوکې اختر پس به د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادی راهدارۍ پر مغربي لار د تعمیراتي کار کتنې لپاره ځي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د قامي اسمبلۍ د مواصلاتو قایمه کمېټۍ غړیو وویل چې د حکومت لخوا ورته ویل شوي چې د ۲۰۱۸ م کال په جون میاشت کې به پر مغربي لار کار سر ته ورسي.

د یادې کمېټې او د پاکستان تحریک انصاف قامي اسمبلۍ غړي انجنینیېر حامدالحق وایي د هوارې ځمکې لرلو له وجې امکان شته چې مغربی لار به ژر بشپړه شي.

ده وویل چې په مغربی لار کار روان دی خو له سیمو سره نزدې د پوځ سټراټیجیکو اثاثو له وجې مشکلات رامخې ته کېدلی شي.

دی زیاتوي که هر څومره اعتراضات وي خو اوس د مغربي لارې کار شروع دی. حکومت به موږ له په مختلفو ځایونو کې صنعتی علاقې راکوي او په هري پور او رسالپور کې یې راکړی هم دی. دا شان پېښور او کوهاټ نه چې کومه انډس هایي وې روانیږي نو هاغه به نوره هم ښه جوړول کیږی، دا هم د سيپېک برخه جوړه کړل شوې ده.،،

د نقشې مطابق د مغربي لارې زیاتره برخه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ده.

تر دې وړاندې د پرمختیا او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي ول چې پر مغربي لار به کار د ۲۰۱۶ م کال تر پایه پورې مکمل کړل شي.

یاده دې وي د سيپېک په منصوبه کې د مغربي لارې په اړه د پښتنو ملتپاله ګوندونو لخوا اعتراضونه هم مخې ته راغلي دي او وایي چې حکومت مغربي لار د نقشې مطابق نه جوړول غواړي خو حکومت دا خبره ردوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ویاند زاهد خان وویل چې د وزیراعظم پشمول د خیبر پښتونخوا اعلا وزیرا د مغربي لارې په اړه ريښتیا خبره نه کوي.

،، دوي چې د مغربي لارې خبره کوي نو له ډي ای خانه تر مغل کوټه خو هېڅ نه ښکاري. ماته نه ښکاري چې وفاقي حکومت له موږ سره مخلصه دی. زه خو هېڅ تمه نه لرم چې پښتنو ته به هم هغسې برخه ورکړل شي لکه څنګه چې یې پنجاب ته ورکړې ده.،،

د خیبر پښتونخوا لپاره د وزیراعظم ځانګړی سلاکار امیر مقام وایي د سیپېک د نورو برخو غوندې وفاقي حکومت پر مغربي لار هم کار روان کړی دی.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۵ م کالپه اپرېل میاشت کې د چین – پاکستان ترمینځ د شپږڅلوېښت اربه ډالرو منصوبې لاسلیک شوې وې چې پکې لوی سړکونه، بندرګاه وې، پایپ -لاینونه، صنعتي زونونه او د رېلوې پټړۍ پروژې شامیلې دي.

XS
SM
MD
LG