د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: له طالبانو سره د بنديانو پر سر جوړجاړی نه کوو


تښتول شوي بهرني استادان
تښتول شوي بهرني استادان

افغان چارواکي وايي کوشش کوي چې طالبانو سره بندي کسان راخوشي کړي خو د ې کار لپاره به هغه قيديان پرېنږدي چې امنيتي ځواکونو نيولي دي. د افغان ولسمشر يو وياند شاه حسين مرتضوي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل چې حکومت هېڅ چمتو نه دی چې له طالبانو سره په دې اړه یو جوړجاړی وکړي.

مرتضوي دا خبرې تر هغه وروسته کړې چې طالبانو د دوو بهرنيو وګړو ويډيو خپره کړه. د جون په يووشتمه خپره شوې دې ويډيو کې په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون دوه استادان ښکاري. يو امريکايي کيوين کينګ دی او بل د اسټريليا ټيموتي وېکس دی. دوی له لسو مياشتو راهيسې له طالبانو سره په يو نامعلوم ځای کې قيد دې کسانو په ويډيو کې له خپلو حکومتونو غوښتنه کړې چې د دوی خوشېکولو لپاره د کابل له زندانونو طالب وسله وال ورپرېږدي.

ټول زده کوونکي غواړي چې تښتول شوي استادان ژر راخوشي شي ځکه چې دوی ډير ښه خلک وو. څه سياسي اهداف يې نه درلودل

د دې ويډيو په اړه تراوسه په کابل کې د افغانستان امريکايي پوهنتون څه نه دي ويلي خو يو زده کوونکي رحمت الله اميري وويل دوی د خپلو ښوونکو راخوشي کېدو ته سترګې پر لار دي. ((دا خلک بې ګناه دي. د ټولو شاګردانو هيله دا ده چې دا استادان ژر تر ژره روغ او جوړ راشي. موږ ته بيا درسونه راکړي. موږ غواړو دا پيغام هم ورته ورسوو چې موږ ټول زده کوونکي د دوی ملاتړي يو. ځکه چې دوی غلط کار نه دی کړی.))

يو افغان چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال ریډيو ته وويل چې طالبان غواړي د دې کسانو په بدل کې امنيتي ځواکونو سره بندي د حقاني شبکې د بنسټ ايښودونکي جلال الدين حقاني زوی او دې شبکې لپاره د پيسو راټولوونکی انس حقاني تر څنګ څو نور طالبان خوشي شي.

د مئ په يو ديرشم تاريخ کابل کې په يو بريد کې د ۱۵۰ کسانو تر وژل کېدو ورسته، افغان ولسمشر د څو تورنو وسله والو د پانسي کولو پر عمليکېدو لاسليک وکړ. طالبانو يې په غبرګون کې وويل که داسې وشول دوی به په خپل قيد کې بندي کسان ووژني.

کابل: پر امريکايي پوهنتون بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي وو
کابل: پر امريکايي پوهنتون بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي وو

خو اميري وايي طالبانو سره برمته د دوی استادان د انګليسي ژبې ښوونکي وو او هېڅ سياسي هدف يې نه درلود نو ځکه بايد ورته زيان ونه رسي. ((دوی ډېر ارام او ښه خلک وو. دوی له کومې سياسي ډلې يا له امريکايي حکومت سره تړاو نه لري. دوی دلته د افغان زده کوونکیو راتلونکې جوړولو لپاره راغلي دي.))

طالبانو پنځه مياشتې مخکې د دې استادانو لومړۍ ويډيو خپره کړې وه. کابل کې د افغانستان پر امريکايي پوهنتون د اګست مياشتې په پنځه ويشتم تاريخ بريد هم شوی وو چې ديارلس کسان پکې ووژل شول. د حملې زمه واري چا نه وه منلې خو افغان حکومت وويل د دوی څېړنې ښيي چې بريد طالبانو کړی.

XS
SM
MD
LG