د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړی راپور: ريمنډ ډيوس له پاکستاني زندانه چا خوشي کړ؟


ريمنډ ډيوس
ريمنډ ډيوس

امريکايي ريمنډ ډيويس په ۲۰۱۱ کال کې لاهور کې د ده په وينا د ځان په دفاع کې دوه وسله لرونکي پاکستانيان په ډزو ووژل. د دغې پېښې وروسته غصه شوو مظاهره چيانو هغه د امريکا استخباراتي ادارې CIA جاسوس وباله او د مرګ سزا يې ورته وغوښته. خو د وژل شوو کسانو کورنيوو ته د ديت پيسو ورکولو وروسته نوموړی خوشي شو.

ريمنډ ډيويس په دې اړه تازه چاپ کړي کتاب کې ليکلي چې نوموړی جاسوس نه بلکې د سفارتکارانو ساتنې لپاره ګمارل شوی قراردادي وو. هغه دا هم ويلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې يې د خوشي کولو پلان جوړ کړی وو. نوموړي مشال ریډيو سره ځانګړې مرکه کې وويل چې که پاکستاني چارواکو د هغه دپلوماتيک حیثيت منلی وی نو نه به دومره لوی بحران جوړېده او نه به د شرعي قانون استعمال ته ضرورت وو.

((پاکستان کې -که ملکي حکومت وو او که پوځ او که استخبارتي اداره يې – دوی په زوره ځان ته کار ډېر او ستونزه لويه کړه. دوی بايد زما د خوشي کولو لپاره يوه نوې لار پيدا کړې وای. خون بها دغه لار وه.))

د ريمنډ ډيوس کتاب
د ريمنډ ډيوس کتاب

د رپورټونو ترمخه دا دوه اعشاريه څلور ميليونه ډالر وو چې د پاکستان جاسوسي ادارې ISI د وژل شوو کورنيوو ته وروسپارلې. وروسته امريکا دا پيسې اسلام اباد ته ورکړي. مذهبي ګوندونو د خون بها لپاره د شريعت قانون استعمال هسې يوه بهانه وبلله او له دې کبله يې مظاهرې وکړي چې رياست يې د خپلو خلکو په وړاندې د يو امريکايي مرسته وکړه.

ډيوس وويل هغه سره د پاکستاني رياست پر مرسته نوموړی هيڅ حيران نه دی. ((پاکستان کې حکومت ولس ته دومره دروغ وايي چې خلک ترې د ځان لپاره د انصاف تمه نه لري. پاکستانيانو ته بايد دا عادي خبره وي. زه پوليس نه يادوم ځکه چې هغوی سمې پلټنې وکړي خو د رياست نورو برخو يې ملاتړ ونه کړ. نه پوهيږم د وژل شوو پاکستانيانو پر کورنۍ چا او څنګه د پيسو اخيستو فشار اچولی وو خو ما يې مېرمنې ولېدې چې د پيسو په اخيستو خوشاله نه وي.))

نه پوهيږم چا او څنګه د وژل شوو کسانو پر کورنۍ فشار راوړ خو مېرمنې د پيسو په اخيستو خوشاله نه معلومېدې

د تېر جون په ۲۷ ريمنډ ډيويس د قراردي: څنګه قيد شوم او څنګه مې سفارتي بحران رامنځته کړ، په نامه کتاب چاپ کړ. دې کتاب پاکستان کې يو ځل بيا ډير بحثونه راوپارول. د پاکستان حکومت يې په غبرګون کې څه نه دې ويلي. ډيويس وايي هغه نه پوهيږي چې د خون بها ورکولو نظر هغه مهال په واشنګټن کې د پاکستاني سفير حسين حقاني وو او که د بل چا خو اوس پاکستان کې هر کس د هغه کتاب د خپل مقصد لپاره کاروي.

نوموړي زياته کړه: ((پاکستان کې هر څوک زما په هکله وايي چې زه په دې او هغه اړوند درواغ وايم. هر څوک يې د خپلې ګټې لپاره کاروي. لکه حسين حقاني چې وايي چې آه، وګوره زما باره کې يې داسې خبرې کړې چې له تورونو سپين يم.))

ريمنډ ډيويس په خپل کتاب کې ليکلي چې د پاکستان جاسوسي ادارې،آيي، ايس، آيي مشر شجاع پاشا له عدالته امريکايي سفير ته د موبايل ميسيجونو له لارې حال ورکاوه. له هغه مو وپوښتل چې آيا پاشا پېژني او عدالت کې ناست سړی رښتيا هم هغه وو؟ هغه په ځواب کې وويل: ((نه. زه هغه په شخصي توګه نه پېژنم. ما د هغه مسيجونه نه دې کتلی خو نور به کوم لوړپوړی چارواکی ميسيجونه کولی شي؟))

ډيويس دا مهال امريکا کې د خپلې مېرمنې سره اوسي او خپله شخصي امنيتي کمپني لري. نوموړي په خپل کتاب کې ليکلي امريکايانو ځکه په ۲۰۱۱ کال کې د هغه زر خوشي کول غوښتل چې په همدغه کال يې په می مياشت کې شوو د ايبټ اباد هغو پټو عملياتو پلان جوړ کړی وو چې د القاعده مشر اسامه بن لادن يې پکې وواژه.

د نوموړي سره ويډيو مرکه دلته وګورئ

ځانګړی راپور: ريمنډ ډيوس څنګه د دوو پاکستانيانو تر وژلو وروسته بې سزا پاتې شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:36 0:00

XS
SM
MD
LG