د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوکت عزیز: په قبایلي سیمو کې اصلاحات عملي کول غواړو


د قبایلي سیمو نقشه
د قبایلي سیمو نقشه

دقبایلي سیمو د زده کوونکو سازمان - فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن - د روانې مياشتې پر ۱۹مه نېټه په پېښور کې د ګورنر د کور مخې ته احتجاج کوي.

دوی وايي کې یې چېري حکومت غوښتنې ونه منلې نو دوی به خپل احتجاج تر اسلام اباده وغځوي.

- فاټا سټوډنټس ارګنايزېشند دې احتجاج اعلان ځکه کړی دی چې د دوي په وینا حکومت په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو په عملي کولو کې له ځنډه کار اخلي.

د فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن مشر شوکت عزيز د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې حکومت د فاټا په اړه د جوړې کړې خپلې کمېټۍ پر وړاندیزونو عمل نه کوي.

د ده په وینا دې کمېټۍ په خپل رپوټ کې حکومت ته ویلي وو چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي.

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په ۲۰۱۵ کال کې په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره د خپل سلاکار سرتاج عزيز په مشرۍ کې پنځه کسيزه کمېټۍ جوړ کړې وه.

د قبایلي سیمو یو شمېر مشران او خلک د دې کمېټۍ له جوړښت او د کار له طریقې سره متفق وو خو یو شمېر مشرانو بیا یاده کمېټۍ بلکل رد کړې.

د کمېټۍ مخالفینو دریځ درلود چې د دوي په وینا دا څنګه کېدای شي چې د یو داسې کمېټۍ په وینا دې د قبایلي سیمو برخلیک وټاکل شي په کومه کې چې د قبایلي سیمو یو غړی هم نه دی شامل.

دې نظر لرونکو مشرانو غوښتنه کوله او کوي یې چې په قبایلي سیمو کې که هر ډول آییني بدلون راوستل کېږي نو دې لومړی د هغه ځای له ولس څخه رایه واخیستل شي.

د سرتاج عزیز په مشرۍ کې دې کمېټۍ د زیاتره قبایلي سیمو تر سفر او هلته له یو شمېر خلکو سره تر لیدو کتو وروسته حکومت ته رپوټ وړاندې کړی وو.

په رپوټ کې راغلي وو چې قبایلي سیمې دې وار په وار په خیبر پښتونخوا ور ګډې کړل شي او د ایف سي ار پر ځای دې رواج ایکټ عملي شي. د دې تر څنګ د یو شمېر نورو بدلونو وړاندیزونه هم شوي وو.

د ۲۰۱۷م کال د مارچ پر دویمه نېټه د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې کابینې د دې اصلاحاتو منظوري هم ورکړې وه.

فاټا سټوډنټس ارګنايزېشن مشر شوکت عزيز وايي ، د دوشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ورته ویلي چې حکومت په قبایلي سیمو کې اصلاحات راوستل غواړي او دې ګام ته جدي دی.

د ده په وینا ، ګورنر ورڅخه غوښتي چې د روانې میاشتې د ۱۹مې احتجاج وځنډوي خو سرتاج عزیز وايي ، ترڅو چې یې حکومت غوښتنې ونه مني نو تر هغه وخته به يې احتجاج دوام لري.

د ال فاټا سياسي اتحاد مرستیال مشر زرنور اپرېدی وايي ، اتحاد یې د زده کونکو مرسته کوي او ضرور به په دې احتجاجي مظاهره کې ګډون کوي.

بل پلو له خېبرايجنسۍ د پارلمان غړی ناصر خان وايي د فاټا اصلاحاتو پر بل د قومي اسمبلۍ د سيفران په قايمه کمېټۍ کې غور روان دی نو د فاټا زده کونکي باید له احتجاجي مظاهرې ډډه وکړي.

دا له هغه وروسته ده چېد سيفران وفاقي وزير عبد القادر بلوچ د ۲۰۱۷م کال د مې پر ۱۵مه نېټه د فاټا اصلاحاتو آييني ترميمي بل قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړی وو چې پرې جمعيت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې پرې اندېښنه ښودلې وه او له هغه ورسته په ګډه پرېکړه شوې وه چې پر دې بل به د سيفران په قايمه کمېټۍ کې بحث کېږي او له هغه ورسته به پارلمان ته وړاندې کېږي.

XS
SM
MD
LG