د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د کورمې لپاره د احتجاج کونکو او پولیسو ترمینځ نښتې شوې دي


په کراچۍ کې پولیس پر مظاهرینو اوښکې بهونکي ګیس کاروي ـ پخوانی انځور.
په کراچۍ کې پولیس پر مظاهرینو اوښکې بهونکي ګیس کاروي ـ پخوانی انځور.

د کورمې د پاړه چنار د پرلت په ملاتړ په کراچۍ کې د وهل شوي پرلت پرضد د عملیاتو پر مهال د پولیسو او احتجاجونو ترمینځ نښتې شوې دي.

په کراچۍ کې د مشال رېډيو خبریال وايي د دیسمبر پر ۳۱مه، مظاهرچیانو د پولیسو شاوخوا ۱۵ موټرسایکلونه سوځولي او د هغوی ګاډو ته يې زیان رسولی دی. پوليسو تر اوسه پورې ۱۵ کسان نیولي دي او د پرلت ختمولو لپاره يې اوښکي بيونکی ګېس هم استعمال کړی دی.

د مجلس وحدت المسلیمن لخوا دا احتجاج د کراچۍ د نمایش چورنګۍ په ګډون د ښار په مختلفو نورو ځایونو کې له تېرو پینځو ورځو راهيسې روان وو چې له کبله يې د ښار ټرافيک له خنډونو سره مخامخ شوی وو. هغه ګوند پر خپل اېکس ليکنه کې پر پولیسو تور پورې کړی چې سوله ییز مظاهره چيان احتجاج ته نه پريږدي. خو پولیس دا ردوي او وايي‌تشد مظاهرينو پيل کړ.

د کراچۍ هغه احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د پاړه چنار د پرلتوالو لخوا د لارو خلاصولو او شخړو د حل مطالبې دې ومنل شي. د کراچۍ ترڅنګ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د پاړه چنار د پرلت په ملاتړ احتجاجونه شوي دي.

د پاړه چینار پرلتوال ۱۱ بېلابېلې غوښتنې لري، خو اصلي هغه یې د ټل-پاړه چینار مرکزي سړک د تګ راتګ لپاره پرانستل دي. د سیمې مرکزي سړک او نورې لارې له شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهيسې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د شوو جګړو له وجې تړل شوې دي. په دې تازه نښتو کې ټول ۱۲۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.

د ډېسېمبر پر ۲۷ په اسلام اباد او کراچۍ کې د حقونو فعالانو او سیاسي کسانو د کورمې د وضعیت په اړه احتجاجي مظاهرې وکړې. دا راز په پاړه چینار کې هم د تېرو څو اونیو راهسې د سیمې د وضعیت او بندو لارو د خلاصېدو لپاره احتجاج دوام لري.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.

د دیسمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.

په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

XS
SM
MD
LG