هرات کې د اداري فساد پرضد لاریون
د افغانستان په هرات ولایت کې سلګونه کسانو کفنونه اغوستي او د ولايت د ودانۍ مخې ته راټول شوي دي چې د اداري فساد او بېکارۍ پر وړاندي لاریون وکړي.دغو کسانو له حکومته وغوښتل چې په اداري فساد کې د ککړو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي. دوی خبرداری ورکړ، په هغه صورت کې که حکومت دې ستونزې ته پام ونهکړي، دوی به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي. راپور:ابراهیم صافی ویډیو او ایډیټ شاپور صابر