یاد کمېشن ویلي چې شپږ میاشتې وړاندې یې په دې اړه ټولو سياسي ګوندونو ته يو لیک هم لېږلی وو خو د هغوی له خوا هیڅ مرسته او همکاري نده ورسره شوې.
د انتخاباتو کمېشن ویلي چې په پاکستان کې د ووټ اچونکو نارینه وو شمېر تر پنځه کروړه ۴۵ زره زیات دی خو د ښځینه ووټ اچوونکو شمېر شاوخوا څلور کرورړه ۲۴ زره دی.
د یاد کمېشن د مطبوعاتي څانګې مشر هارون شنواری وايي دوي په دې اړه د قامي شناختي کارډ جوړولو ادارې او سياسي ګوندونو سره په بيا بيا ملاقاتونه وشو او د دې خبرې غوښتنه يې ترې وکړه چې د ښځو ووټرانو شمېره زياتولو کې دې په بېړه هلې ځلې وکړي.
هارون شنواري وویل ،کومې ښځې چې د مختلفو مسلو له کبله له موږ سره په ووټر لسټ کې نه دي په خصوصي توګه چا ته چې شناختي کارډ جوړولو مسله ده نو موږ ورته ويلي وو چي تاسو موږ سره مرستې وکړئ چې دغه زنانو ته لومړی شناختي کارډ جوړ شي او بيا په ووټر لسټ کې واچول شي.
نوموړي وویل ، د افسوس خبره دا ده چې دې ګونودونو مرستې خو لرې خبره دوي موږ ته لا د هغې خط جواب هم نه دی راکړی.
خو د دې په جواب کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند قامي اسمبلۍ غړې عايشه ګلالۍ وايي اليکشن کمېشن خپله هم د ښځو ووټرانو رجسټر کولو کې دلچسپي نه اخلي خو د هغوي ګوند او نور سياسي ګوندونه هلې ځلې کوي چې د زنانه ووټرانو شمېره زياته کړي۔
نوموړي وویل ،په دې لړ کې زه خپله دا ښځې هڅووم چې راشي او ووټ واچوي ما د دوي سړو سره خبرې کړي او دا مې ورته ويلي دي چې د ښځو د رايې بغير ملک نشي چليدای.
د عوامي نېشنل ګوند سېنېټره زاهده خان وايي چې په ښځو کې پوهه راوستو او د رايې اچولود حق لپاره هغوي هلې ځلي روانې کړي دي.
نوموړې هیله وښوده چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د ښځينه ووټرانو شمېره د تير ځل په نسبت زياته وي.
د اليکشن کمېشن د تفصيلاتو تر مخه په پنجاب صوبه کې د رجسټرشوو نارینه ووټرانو شرح ۵۶ فېصده او د ښځو ووټرانو شرح ۴۴ فېصده ده. په سېند کې ۵۵ فيصده او ۴۵ په خېبر پښتون خوا کې د رجسټر شوي رايې اچونکيو سړو شرح ۵۷ او د ښځو ۴۳ فېصده، په بلوچستان کې ۵۸ او۴۲ فيصده او په قبايلي سيمو کې ۶۲ فيصده سړي او ۳۸ فيصده ښځې رايې اچونکې رجسټر دي.
د ۲۰۱۷م کال په فرورۍ مياشت کې د پاکستان کابينې غونډې د انتخابي کمېټۍ د دې سپارښتنو منظوري هم ورکړې وه چې په کومه حلقه کې د ښځو ووټونه تر ۱۰ فېصده کم وي نو هغه به غېر قانوني ګوځول کېيږي او هلته به له سره انتخابات کېږي.