د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پر راتلونکې متضادې دعوې


د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک ویلي دي حکومت یې تیار د چې قبایلي سيمي په خپله صوبه کې ورسره شاملې کړي خو وفاقي حکومت په دې خبره کې سنجیده نه ښکاري.

د وزیر اعلا هاوس پېښور نهتېر ماښام د خپور شوي بیانترمخهد خیبر پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک دا خبره تېره ورځ د پرمختګ د نړيوال سازمان ډي اېف ای ډي له مشرې ډونا ريډ سره په ملاقات کې کړې ده. وزیر اعلا پروېز خټک زیاته کړي ده چې وفاقي حکومت د اصلاحاتوپه سپارښتنو کې دا خبره کړی وه چې قبایلي سیمې به د خېبر پښتونخوا صوبې سره شاملوي او د هغوي صوبايي حکومت هم دې خبري ته تیار دې خو دې لړ کې یې د دغه خبرې دعمليکولو لپاره عملي ګامونه نه دې پورته کړې او نه یې صوبايي حکومت له تر دې دمه دې لړ کې څهمالي وسائیل ورکړې دي.

هم په دې لړ کې دخیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یو غړي شوکت علي یوسفزۍد خپل صوبايي حکومت د دریځ پحقله مشال راډیو ته وویل په وفاق کې د مسلیم لیګ ن حکومت د قبایلي سیمو د اصلاحاتوخبره د سیاست کولو لپاره کاروي:

((وفاقي حکومت دا ارادهنه لري چې قبایلي سیمې دې په ریښتیا د خیبر پښتونخوا برخه جوړه شي، د اصلاحاتو په سپارښتنو کې دا خبره ده چې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې به فاټا ته غړیتوب ورکولکیږی خو دغه غړي به دخپلو سیمو د بجټ جوړولو لپاره واک نه لري او د بجټیاقانون سازۍ چارې به د ګورنر په لاس کې وي، نو دا خو د قبایليسیمې په ولس پوري خنداکول دي، موږ وفاقي حکومت ته وړاندیز ورکړې وو چې د اصلاحاتو په لړ کې دی د ګورنر په ځای دخیبر پښتونخوا وزیر اعلا له اختیاراتورکړل شي خو مرکز دغه خبره نه مني.))

خو بلې خوا ته په قامي اسمبلۍ د باجوړ قبایليسیمې نه د قومي اسملۍ غړې شهاب الدین خان چېپه مرکز کې د مسلیم لیګ ن سره تعلق لری، مشال راډیوته واييقبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا صوبې سره د ورګډولو په لړ کې صوبايي حکومت همڅه فعاله کردارنه دی لوبولی:

((که چرته ریښتیا خبره کوو نو دې خبره کې څوک هم مخلص نه دی، که وزیر اعلا دفاټا اصلاحاتو خبره کوي نو دی چې یو سیاسي مسله اسلام آباد باندي د لشکر کښۍ لپاره تلو نو د فاټا د اصلاحاتو لپاره دی هم اسلام آباد ته لاریون وکړي، د فاټا د اصلاحاتو خبره د قومي اسمبلۍ برخه جوړه شوي ده خو اوس سیاسي ګوندونه دې له توجه نه ورکوي، تر دې دمه سیاسي مشران د پانامه اسنادو نه تاوېدل راتاوېدل او اوس د څو ورځو نه ټولې رسنۍ د عائشه ګلالۍ خبرو قبضه کړې دي او د فاټاپه اصلاحاتو څوک خبره نه کوي.))

یاده دي وي قبایليسیمې د خیبرپښتونخوا صوبې سره دشاملولو لپاره د قبایليسیمو د مدني فعالانو او ذده کوونکو لخوااحتجاجي مظاهرې هم ترسره شوي دی . د تکړه قبایليخوېندو په نوم دمدني ټولني یوه غړي لېلا شاهنواز مشال راډیو ته ووېل چې په دې روستیو کې دوي په پېښور کېیوه احتجاجي ناسته ترسره کړي وه او ګورنر اقبال ظفر جګړا ورته ویليووچې هغه د۱۴م اګست پوري وختغواړي. لېلا شاهنواز زیاته کړه که چرته د ۱۴م اګست پوري په قومي اسمبلۍ کې د قبایليسیمو د اصلاحاتو په اړه څه خبرهرامخي ته نه شوه نو دا ځل به دوي په اسلام آباد کې احتجاجي لاریو ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG