پاکستان باید د امریکا ګواښونه جدي واخلي. اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر په ګلستان کارېز کې د اختر غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پاکستان د امریکا ګواښ داسې سنجیده او جدي نه اخلي لکه څنګه چې پکار ده. محمود خان اڅکزي پر افغان طالبانو غږ وکړ چې دوی دې هم د مولانا فضل الرحمن ګوند جمعیت علماء اسلام او د مولانا سمیع الحق غوندې د افغانستان په سیاسي بهیر کې برخه واخلي او نور دې دغه خاوره د جنګ له اوره وژغورل شي.