د سپريم کورټ له خوا جاري شوي لنډې فېصلې کې ويل شوي چې دغه ټول درخواستونه ختم کړل شوي او تفصيلي فیصله به وروستو جاري کوي.
د بيا کتنې د درخواستونو اورېدنه د د جسټس اصف سعيد کوسه په مشرۍ پينځه کسيزه جرګګۍ وکړه.
دغه درخواستونه د نوازشريف، د هغه د زامنو حسېن نواز، حسن نواز، زوم کېپټن صفدر او د اسحاق ډار له خوا د جولايۍ پر ۲۸مه شوې فېصلې پرضد جمع کړی شوي وو.
د سپريم کورټ په فېصلې د پاکستان مسلم ليګ نون غړيو د عدالت دا فيصله د حيرانتيا وړ وګرځوله
د سپريم کورټ د ودانۍ نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې د پاکستان مسلم ليګ نون غړې او د انفارمېشن ټيکنالوجي وزيرې انوشه رحمان ووېل چې د عدالت لخوا باور ورکولو پس هم هغوي نه د شفافه مقدمې چلېدو حق واخيستې شو.
(آرټيکل لسم اې چې د ټول ولس لپاره دی او د اپيل کولو حق د پاکستان شل يوويشت کروړه ولس ته حاصل دی. هغه موږ ته میلاو نه شو کوم چې د رڼې مقدمې حق ټول پاکستاني ولس ته حاصل دی. هغه صرف د نواز شريف او د هغه کورنۍ ته میلاو نه شو. په زباني بیا کتنه یا نظرثانۍ کې چې موږ ته وېل شوي وو چې د تحفظ او فري ټرايل به تاسو له درکوو نو هغه هم موږ وا نه ورېدو.)
د سپريم کورټ د فېصلې او د مسلم ليګ نون په ردعمل د اپوزيشن ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان په لاهور کې مطبوعاتو سره خبرو کې ووېل چې په ملک کې د انصاف نظام د بهترۍ په لور روان دې کوم چې مسلم ليګ نون نه غواړي او د عدالت په فېصلو ولس راپاروي او خپل مقصد تر لاسه کول غواړي.
(( نواز شريف او ګوند يې چې په عدالت فشار اچولو لپاره ""زه ولې وويستی شوم" کمپاين پېل کړې وو دوي خپل زور ولګولو چې په څه نه څه طريقه عدليه دباو کې راولي ځکه چې دا هاغه خلک دي چې ادارې خپل غلام ګڼي او دوي همېشه قانون بل لپاره اېښي دې خو ځان له نه.))
د سياسي او قانون چارو يو کار پوه افتخار ګيلاني وايي چې د عدالت اپيلونو ردولو فيصله سمه نه ده يو خو دا چې له دې پس په سياسي کچه بد مزګي پېدا کېدلی شي او بل دا چې د ايين او قانون مطابق هر چا ته د خپل کېس خلاف اپېل کولو او د رڼې مقدمې حق حاصل دی.
واضحه دې وي چې په 28 جولائې د پانامه اسنادو په کېس کې د پاکستان سپريم کورټ د پاکستان پخوانې وزير اعظم نواز شريف نا اهله ګرځولې وو او قامي احتساب ادارې ته يې امر کړې وو چې د نواز شريف د کورنۍ پر ضد دې ريفرنسز جمع کړي.