د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رفعت خټک د فن رنګونه


هنرمند رفعت خټک
هنرمند رفعت خټک

نومیالی هنرمند رفعت خټک وايي پښتانه د فن او هنر په حواله ډیر صلاحیتونه لري خو د حکومتي او غیرحکومتي ادارو سرپرستۍ ته اړتیا لري.

رفعت خټک د مشال راډیو په خپرونه - د مشال مرکه - کې د خبرو پر وخت وویل چې هغه په دې هڅه کې دی چې د پښتنو ټولنیز او کلتوري ژوند پخپلو فن پارو کې خوندي کړي.

رفعت خټک د خیبر پښتونخوا د نوښار د شیدو کلي اوسیدونکی دی . هغه وايي په وړوکوالي کې يې د خپل هنر لپاره الهام د کابل دریاب پر غاړه د فطرت له ښایستونو اخستی دی.

رفعت خټک چې وخت پیدا کړي نو د پښتونخوا بیلا بیلو سکولونو ته ځي او هلته ماشومانو ته خپل هنر ورزده کوي.

په پښتنو کې د فن یا هنر د رویې په اړه رفعت خټک وویل چې په تیرو وختونو کې د پښتنو خاوره د هنر خاوره وه. په نوي دور کې ستونزه دا ده چې کوم خلک د هنر ذوق لري د هغوي مالي حالت ښه نه دی خو کوم خلک چې په مالي توګه مستحکم دي هغوي بیا ذوق نه لري.

رفعت خټک د کیلیګرافي (خوشخطي) سره سره په اوبرنګونو یا – واټرکلر -کې هم کار کوي او تر اوسه يي د پښتنو د کلیوال ژوند ډیر منظرونه په خپلو فن پارو کې خوندي کړي دي.

د هغه د فن پارو نندارتونونه هم شوي دي او په هیواد دننه او بهر دواړو کې يې خلکو هنر ستایلی دی.

نوموړي د حکومت دا ګام وستایی چې شاعرانو او لیکوالانو ته څه نه څه مرستې ورکوي او کتابونه ورله خپروي خو ده وویل داسې مرستې له تصویر جوړونکو هنرمندانو سره نه کیږي.

رفعت خټک وویل حکومت باید په خیبر پښتونخوا کې د هنر د ودې لپاره ادارې جوړې کړي او ځوان هنرمندانانو ته د کار موقعې برابرې کړي.

د رفعت خټک د هنر بېلګې

XS
SM
MD
LG