د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف یو وار بیا د خپل ګوند مسلم لیګ نون مشري ترلاسه کړه. نن سېشنبه په اسلام اباد کې د دغه ګوند عمومي غونډه وشوه چې پکې نوموړی په متفقه توګه مشر وټاکل شو.
نواز شريف په خپله وینا کې وویل، هغوی د پوځي واکمنانو هغه قانون ختم کړ چې د سياسي حکومتونو پرضد او په تېره د پاکستان پخواني ولسمشر جنرل پروېز مشرف په دور کې د ده لیرېکولو لپاره جوړ کړل شوی وو.
(تر دې وړاندې دا قانون جنرل ايوب خان نافذه کړی وو بيا جنرل پروېز مشرف دا قانون راوستلو. موږ دا قانون هغوی ته واپس کړل. جنرل پروېز مشرف دا قانون ځکه نافذ کړی وو چې زما مخه ونيسي.)
نواز شريف زياته کړه چې په پاناما کېس کې هغه بې له څه ثبوت نااهله ګرځول شوی دی خو د پاکستان ولس اوس هم د هغه په شا ولاړ دی او په بيا بيا به يې د مشرۍ لپاره ټاکي.
پخوانی وزیر اعظم نواز شریف د پاناما اسنادو په مقدمه کې د تېرې جولايي میاشتې په ۲۸ مه نېټه د سپریم کورټ لخوا نا اهله وګرځول شو چې په نتیجه کې یې هغه د وزیراعظم څوکۍ او د مسلم لیګ نواز ګوند مشري پرېښودې ده.
په دوشنبه/ګل ورځ په قامي اسمبلۍ کې د انتخاباتي اصلاحاتو د ۲۰۱۷م کال بل منظور شو چې په ترڅ کې یې اوس د عدالت لخوا نا اهله ګرځول شوی تن هم د خپل سیاسي ګوند مشري کولی شي.
د ولسمشر ممنون حسین له لاسلیکولو سره دا بل د قانون برخه جوړه شوه.
اپوزیشن ګوندونو په اسمبلۍ کې د دې بل خلاف نعرې ووهلې او ویې ویل چې دا قانون د نواز شریف لپاره منظورېږي.
د ۲۰۰۲م کال د انتخاباتي قانون له مخې د عدالت لخوا نااهله ګرځول شوي تن د سیاسي ګوند مشري نه شوه کولی.