د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نن ماشومانې، د سبا رهبرانې


د ماشومانو د حقونو فعالان وايي که څه هم په ښارونو کې د جينکو د تعليم حالت تر يوه حده د تسلۍ وړ دی خو په کلیو کې اوس هم د جينکو سره توپیري چلند کيږي چې باید مخه يې ونيول شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د ادارو اتحادیې چایلډ رایټس مومنټ وايي دماشومانو نجونو د نړيوالې ورځ په مناسبت يې د سږ کال موضوع (د نن ماشومانې، د سبا رهبرانې) غوره کړې ده.

مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې اتحادیې مشر اشتیاق ګیلاني وویل د جينکو د ورځ د لمانځلو مقصد د ماشومانو جينکو پر وړاندې د توپيري چلند مخه نيول دي.

دی وايي د کليوالو سيمو جينکۍ نه يوازې دا چې د زدکړو بې برخه کې پاتې کيږي بلکې په کم عمر کې يې ودونه هم کيږي. دا هغه په وېنا دا د دوی لپاره د انديښنې وړ خبره ده.

د ماشومانو د حقونو او تحفظ په اړه کارکونکې ادارې (ساحل) ویاند ممتاز حسېن ګوهر وايي دوي غواړي د دې ورځې له لاری خلکو ته دا پېغام ورسوي چې جینکۍ او هلکان برابر حقونه لري.

XS
SM
MD
LG